Language

مزارشريف (پژواک ٥ وږى ٩٣ ) : د بلخ د مرکز مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د ټاکنو اړوند روانو سياسي ناندريو د دغې ښاروالۍ پر چارو او عوايد ځانګړی اغېز نه دی کړی.

ښاروال محمديونس مقيم د وږي په ۵مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مزارشريف ښاروالۍ عوايد د تېر کال په پرتله نه کم  او نه هم زيات شوي دي.

نوموړي زياته کړه،چې سږکال يې۳۵۰ ميليونه افغانۍ کلني عوايدو د تر لاسه کېدو وړاندوينه کړې وه، چې تر دې دمه يې پلان ښه روان دی.

د هغه په وينا، تر دې دمه يې ۲۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.

مقيم وويل، چې د دوی د عوايدو ډېری برخه، په ښاري بندرونو کې له سوداګريزو توکو د محصولاتو راټولول، د املاکو د صفايۍ محصول، صنفي جوازونه او ښاري ټکس جوړوي.

مقيم وويل، چې د ټاکنيزو اړوند وروستيو سياسي ناندريو د مزارشريف ښاروالۍ په چارو باندې کوم ځانګړی اغېز نه دی کړی او تر دې دمه يې چارې ښې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې له دې سترګې نه پټوي، چې دغو ناندريو د بلخ ولايت په سوداګريزو او اقتصادي چارو منفي اغېز کړی، چې له امله يې د بلخ ولايت عمومي عوايد کم شوي، خو د ښاروالۍ عوايد د تېرکال په پرتله نه کم او نه زيات شوي دي.

د هغه په وينا ، دوی په تمه دي، چې سږکال به د خپلې وړاندوينې په نسبت عوايد تر لاسه کوي.

مقيم وويل، چې که د ښار اوسېدونکي د دوی ملاتړ وکړي، نو لرې نه ده، چې د هر کال په تېرېدو د مزارشريف ښاروالۍ عوايد ډېر شي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم د ښار اوسېدونکي په سمه توګه د صفايي محصول نه ورکوي، چې له امله يې په عوايد کې د ياد وړ بدلون نه راځي.

خو د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي،چې که ښاروالي په سمه توګه خپلې دندې تر سره  کړي، نو عام خلک به په خپله خوښه د صفايي محصول ورکړي.

د بلخ ولايت د دويمې ناحيې اوسېدونکي عتيق الله پژواک ته وويل، چې په دغه ناحيه کې د ښار د پاکوالي چارې په سمه توګه پر مخ نه ځي.

نوموړي زياته کړه، چې د محب څلورې لارې شمال لور ته د قير سړک په منځ کې کثافات پراته دي، چې له تېرو څو مياشتو لا پسې زياتېږي.

د هغه په وينا، عام خلک لا هم په ښاروالۍ باندې د سمو چارو تر سره کولو باور نه لري، نو ځکه خو د صفايۍ محصول او نور ټکسونه په ټاکلي وخت کې نه سپاري.

خو ښاروال مقيم وويل، چې که عام خلک له ښاروالۍ سره همکار نه شي ، نو د مزارشريف ښار به هېڅکله هم پاک نه شي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د همدې عوايدو له لارې د ښار د پاکوالي لپاره سمې چارې تر سره کولی شي.

Related Topics