Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پچيراګام کې ١٥وسله والو او پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد(پژواک٥ وږى٩٣): دننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې يوولسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د پچير اګام ولسوالۍ پر دوو پوستو انارګي او کډل ډله ييز بريد کړى ، چې په پايله کې يې نښته رامنځته شوې ده.

دى وايي، د نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين، چې بهرني وسله وال هم په کې شامل وو وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د مشرقيوال په وينا، په نښته کې عامو وګړو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې ٩ وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې عملياتو کې شپږ پوليس هم ټپيان شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دوى تېره شپه په پچيراګام ولسوالۍ کې دوه پوستې نيولي، لس سيمه ييز پوليس يې وژلي او ١٩ نور يې ټپيان کړي دي.

هغه د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي .

د يوه بل خبر له مخې، مشرقيوال زياتوي چې تېره ورځ د حصارک ولسوالۍ د غوژنره په سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو ډاډسن موټر د هوايي بريد په ترڅ کې له منځه تللى دى.

دى وايي، چې په ياد ډاډسن موټر کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين هم سپاره وو، چې په بريد کې وسله وال  مخالفين هم له منځه تللي دي.

نوموړي د وژل شويو وسله والو د شمېر په اړه څه ونه ويل.

وسله والو مخالفينو د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، چې پچير اګام او حصارک د ننګرهار يو له هغو ناامنو ولسواليو څخه دي ، چې وخت ناوخته په کې د حکومت او وسله والو تر منځ نښتې رامنځته کيږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.