ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا او ننګرهار کې چاودنو ١٦ تنه ټپيان کړل

پکتيا او ننګرهار کې چاودنو ١٦ تنه ټپيان کړل

author avatar
27 Aug 2014 - 14:15
پکتيا او ننګرهار کې چاودنو ١٦ تنه ټپيان کړل
author avatar
27 Aug 2014 - 14:15

ګردېز، جلال اباد(پژواک ٥ وږى٩٣): چارواکي وايي، چې په ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې د چاودنو له امله يو پوليس او ١٥ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د وږي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ اته تنه وګړي ټپيان کړي دي.

د والي وياند وايي، چې چاودنه د وږي په ٥مه، د سهار په شاوخوا لسو بجو د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ملنګ جان قبر ته څېرمه د ملي اردو پر رېنجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو موټر د چاودنې له ځايه تېر شوى، خو پر سړک روانه يوه رېکشاه زيانمنه شوې او په کې ناست اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه، چې په ټپيانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون يوه ډاکتر پژواک ته وويل ، چې د پېښې له سيمې ورته اته ټپيان ور وړل شوي، چې دوه يې ښځې، يو يې سړى او پنځه ماشومان دي.

دى وايي ، چې ټپيان دا مهال تر درملنې لاندې دي او يواځې د يوه تن روغتياي حالت يو څه نازک دى.

د پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده چې څو اونۍ مخکې په همدې سيمه کې ديوې موسسې پر موټر هم چاودنه شوې ، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ديوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې وروسته د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې هم چاودنه شوې ده.

د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالولي صحي پژواک اژانس ته وويل، چې نن تر غرمې وروسته په يوه بجه د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې چاودنه وشوه.

نوموړى وايي، چې دا پېښه د ښار اړوند د تېلو يوه پمپ ته څېرمه د ځاى پر ځاى شوو  چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.

هغه د پېښې د تلفاتو په اړه څه ونه وويل، خو د دې ولايت د عامې روغتيا روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته اته ټپيان ور وړل شوي  چې يو يې پوليس دى.

هغه وايي، چې په ټپيانو کې يې څلور تنه سوځيدلي وو او کابل ته لېږدول شوي دي.

ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.