Language

د کندهار لسګونو موټرچلوونکو د امنيتي ځواکونو پر ضد احتجاج وکړ

کندهار (پژواک ٦ وږى ٩٣): په کندهار کې لسګونو موټرچلوونکو د امنيتي ځواکونو پر ضد احتجاج وکړ او ادعا يې کوله، چې امنيتي سرتېري ورڅخه په ناقانونه توګه پيسې اخلي او هغوى وهي او ټکوي.

دغه موټر چلوونکي چې ډېرى يې د کندهار- هرات، فراه او نيمروز ولايتونو تر منځ بار وړونکي موټرونه چلوي، د ژيړۍ ولسوالۍ اړوند د سنځري په سيمه کې د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو.

هغوى ادعا کوله، چې د کندهار_ هرات پر لويه لاره ورڅخه امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه د ملي اردو سرتېري پيسې اخلي او هغوى ځوروي.

د اغاجان په نوم يوه موټرچلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر يوه کال راهيسې د کندهار- هرات پر لويه لاره د ژيړۍ د سنځري په ساحه کې، د ملي اردو دوې امنيتي پوستې له هغوى څخه په ناقانونه توګه پيسې اخلي.

هغه زياته کړه، که کوم موټرچلوونکى سرتېرو ته پيسې ورنه کړي، په ساعتونو- ساعتونو يې موټر دروي، سپکې سپورې ورته وايي او وهي يې.

هغه دا هم وويل چې تر دې مهاله يې ځکه په دې اړه خپل غږ نه اوچتاوه، چې د خپلو ځواکونو نوم بداوى يې نه غوښته، خو د هغه په وينا، نور زغم نه شي کولى.

نوموړي له مسوولينو وغوښتل، چې د هغوى د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

د نورمحمد په نوم يوه بل موټر چلوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د امنيتي پوستې سرتېري ورڅخه پر يوه بار وړونکي موټر له لسو زرو تر  شل زرو افغانۍ اخلي، چې دا بېخي ډېرې پيسې دي او هغوى يې د ورکړې توان نه لري.

نوموړي زياته کړه، په وار وار يې په ناقانونه توګه د پيسو له اخيستو سره مخالفت کړى، خو په بدل کې يې وهل شوى او کړول شوى دى.

يو بل موټرچلوونکی شېرمحمد هم ورته ادعا کوي او زياتوي، چې خپله دغه ستونزه يې په وار- وار د مسوولينو تر غوږو رسولې، خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

که څه هم د لويې لارې د دغو موټرچلوونکو د ادعاوو په اړه د ملي اردو د نظر په اخيستو و نه توانېدو، خو د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، د موټرچلوونکو شکايتونه يې اخيستې او په اړه يې څېړنه کوي.

ده وويل، موټر چلوونکي ډېر شکايت د ژيړۍ ولسوالۍ اړوند د ملي اردو له امنيتي پوستو کوي، چې دا موضوع يې د يادې شوې ولسوالۍ له مسوولينو سره شريکه کړې ده.

هغه ډاډ ورکړ چې د موټرچلوونکو ستونزې به حل کړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې له بېلابېلو ولسواليو څخه کندهار ښار ته د مېوو د راوړلو پر مهال هم د سيمه ييز او هم د ملي پوليسو له خوا له خلکو څخه د پيسو اخيستو په اړه په وار وار شکايتونه شوي دي.

 

Related Topics