جلال اباد ( پژواک، ٦ وږى ٩٣ ) : د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون پخوانى کارکوونکى او ديني عالم مولوي عماد الدين هاشمي د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د وسله والو له لوري تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې مولوي عمادالدين هاشمي شاوخوا پنځه کاله د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون کې د ديني خپرونو چلوونکى و او په دې وروستيو کې د اچين ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ښوونکى او د همدغه ښوونځي سرپرست امر هم و.
نوموړى وايي ، چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پلټنې دوام لري.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري هم د مولوي عماد الدين مړينه تاييد او زياته يې کړه، چې نوموړى له تېرو څو کلونو راهيسې د اچين ولسوالۍ د شهيد ګل اصغر د لېسې سرپرست مدير و.
ده زياته کړه ، چې د پوهنې اداره د نوموړي پر مړينه خواشينې ده او ياده کړنه د هېواد، خلکو او زده کړې د دښمنانو کار بولي.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې رييس پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته د نوموړي پر مړينې خواشيني څرګنده او زياته يې کړه ، چې نوموړي د تلوېزيون او راډيو له لارې ولس ته په ديني برخه کې زيات خدمتونه کړي دي.
دى وايي ، چې هاشمي په ننګرهار کې د ديني علماوو په ليکه کې هغه زړور شخص و، چې تل يې حق ويلى او دا دى نن يې د حق ويلو لپاره خپل سر ورکړ .
دى د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي ، چې د ژورنالېستانو او ديني علماوو ژوند ته پام وکړي.
وسله والو مخالفينو د هغه د وژلو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP