غزني،لښکرګاه (پژواک ٦ وږى ٩٣): چارواکي وايي، چې په غزني، ميدان وردګو او هلمند ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ١٨وسله وال وژل شوي او نهه تنه يې ټپيان شوي دي.
په غزني کې د ٣٠٣سيلاب قول اردو د درېيمې لوا وياند جګړن نظيف الله سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د غزني ښار د ″منګور″ په سيمه کې د افغان او بهرنيو پوځيانو په عملياتو کې اوه وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول؛خو نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه وايي،چې پر دې سربېره د ملي اردو سرتېرو تېره شپه د غزني- ميدان وردګو پر لويه لار د سيداباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې شپږ وسله وال وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.
سلطاني زياتوي، چې د ″بدر يک″ په نامه دا عمليات د دې لارې د امنيت لپاره پيل شوي او لا هم روان دي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل، چې کله کله کابل ته تګ او راتګ کوي، نو ويني چې د غزني-ميدان وردګو لويه لاره ناامنه شوې ده.
هغه وايي، چې دا عمليات بايد وغځول شي ، څو د لارې امنيت خوندي شي.
بله خوا د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږيانى تاييدوي، چې د ميدان وردګو-غزني پر لويه لاره پوځي عمليات پيل شوي دي.
هغه وويل،چې د دې ولايت والي غوښتنه کړې،څو دا عمليات دوامداره شي،ځکه لنډمهالي عمليات به د لوىې لارې امنيت خوندي نه کړي.
طالبانو په غزني ښار کې د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې يې له ملي اردو سرتېرو سره جګړه تاييد کړې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې جګړه کې يې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي او يو يې ټپي کړى؛ خو وسله والو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يوه بل خبر له مخې ، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل، چې دا بريد تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې ترسره شوى دى.
د والي د وياند په خبره، دا وسله وال په يوه سراچه موټر کې بلې سيمې ته پر لاره و، چې ايساف ځواکونو پرې هوايي بريد وکړ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په سنګين ولسوالۍ کې يې د جګړې پر مهال تر لسو ډېر افغان سرتېري وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP