Language

کابل ( پژواک ٧ وږى ٩٣): د نورستان د سولې ولايتي کمېټې مشر عبدالحکيم نورستانى، تېره ورځ ماښام  په کابل کې ووژل شو.

 

دا څرګندونې د نورستان د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشا مشر احمدشاه، نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، چې نورستانى تېره ورځ ماښام د کابل ښار په قل ابچکان سيمه کې د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته خپل کور ته پر لاره د دوو موټرسايکل سپرو پر ډزو وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړه ،چې  پر نورستاني له بريدکوونکو يو تن پوليسو نيولى دى.

Related Topics