کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د خوست ښار اړوند ډيورنډ پولې ته څېرمه سيمه کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ کسان ټپيان شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د خوست ښار اړوند د ډيورنډ پولې ته څېرمه د لکڼو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، دا لا نه ده کره شوې چې هوايي بمبار د چا او د ډيورنډ کرښې په کوم لوري ته شوى دى.
ځدراڼ وايي چې له يادې پېښې ١٥ ټپيان د خوست ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د خوست روغتون مسوول ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې ٨ ښځې او شپږ ماشومان دي خو د دريو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
په ملکي روغتون کې د ادم خان په نوم يوه ټپي پژواک اژانس ته وويل چې دوى کوچيان دي او د پاکستاني ځواکونو له خوا پرې هوايي بريد شوى دى.
د هغه په وينا، تر هوايي بريد وروسته د سيمې د اوسېدونکو په غوښتنه د سرحدي پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP