درېيم تعقيب-جلال اباد (پژواک ۸ وږی ۹۳): په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر رياست شوى ډله ييز بريد پاى ته رسېدلى او په کې د پنځو بريدګرو په ګډون ١١ تنه وژل شوي او ٥٩ نور ټپيان شوي دي.
دغه بريد نن (د وږي ۸مه) سهار څه کم پنځه بجې شوى و او د سهار تر څه کم لسو بجو يې دوام درلود.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړى د يوه موټر په وسيله د ملي امنيت ادارې په قرول کې چاودنه وشوه او وروسته وسله والو جګړه پيل کړه.
هغه وويل چې په دې جګړه کې د ملي امنيت يو شمېر کارکوونکو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې ونه ښود.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي او د ملي امنيت د يو شمېر کارکوونکو په ګډون ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
خو په جلال اباد ښار کې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته ٦ مړي او ٥٩ ټپيان ور وړل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې ٣٣ يې بستر دي او پاتې نور تر لومړنۍ درملنې وروسته فارغ شوي دي.
د روغتون دې سرچينې وويل چې ډېرى ملکي وګړي په لاره او خپلو کورونو کې د ښيښو، دروازو او کړکيو د ماتې له امله ټپيان شوي دي.
تر ياد بريد مخکې شوې چاودنه دومره زوروره وه، چې په ټول جلال اباد ښار يې ولړزاوه او په نږدې ولسواليو کې يې هم غږ اورېدل شوى دى.
د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بدرالدين پژواک ته وويل چې دوى د سهار تر لمانځه وروسته د يوې درنې چاودنې غږ واورېد.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې يوې ډلې طالبانو نن سهار د ملي امنيت پر رياست بريد کړى او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP