جلال اباد (پژواک ٨ وږى ٩٣): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د ملي امنيت پر ودانۍ د ډله ييز بريد پر مهال يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې په ودانۍ کې لګېدلې چې له امله يې لس کسان ټپيان شوي دي.
يوې ډله وسله والو د وږي په اتمه سهار شاوخوا پنځه بجې په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر ودانۍ تر موټربم چاودنې وروسته ډله ييز بريد کړى دى.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد بريد پر مهال د هاوان يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې پر ودانۍ لګېدلې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې شپږ ښوونکي او څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د شينواري په وينا، دا لا نه ده معلومه چې مرمۍ د وسله والو مخالفينو او که د دولتي ځواکونو له خوا توغول شوې وه.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
که څه هم په ننګرهار کې ښوونځي رخصت دي، خو نن په ميا عمر لېسه کې له مشروط شويو زده کوونکو څخه ازموينه اخيستل کېده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP