جلال اباد (پژواک ٨ وږى ٩٣): په ختيځ کې د سېلاب قول اردو چارواکي وايي چې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات د ٢٨ وسله والو په وژل کېدو پاى ته ورسېدل.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه څو ورځې وړاندې ګډو افغان ځواکونو ځانګړي جګړه ييز او چاڼيز عمليات پيل کړي وو چې نن پاى ته ورسېدل.
دى وايي چې ياده ولسوالي اوسمهال د افغان ځواکونو په لاس کې ده او په بشپړه توګه د وسله والو له ولکې وتلې ده.
د هاتفي په خبره چې په عملياتو کې ځاى ځاى نښتې هم رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ٢٨ وسله وال وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
ده وويل چې په وژل شوو کې د وسله والو دوه مهم قوماندان هم وژل شوي، همدا راز په ټپيانو کې هم مهم قوماندانان شامل دي.
دى وايي چې په دواب ولسوالۍ کې کورنيو او بهرنيو وسله والو په جګړه کې برخه اخيستې او په وژل شوو کې هم بهرنيان شامل دي.
د نوموړي وويل چې په عملياتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
د نورستان ولايت ولايتي چارواکي هم ياد عمليات بريالي بولي او وايي چې دا مهال د دواب ولسوالي د دوى په ولکه کې ده.
وسله والو مخالفينو تېره ورځ د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو خبره رد کړې وه.
ياده دې وي، څو ورځې وړاندې وسله والو مخالفينو د دواب پر ولسوالۍ ډله ييز بريد کړى و، چې په ترڅ کې ياده ولسوالي له سقوط سره مخ شوه چې له عملياتو وروسته بېرته د امنيتي ځواکونو لاسته ورغله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP