Language

د هلمند هندوان: چارواکي مو ستونزو ته پاملرنه نه کوي

لښکرګاه (پژواک ۸ وږی ۹۳): په هلمند کې مېشت هندوان د دغه ولايت پر اړوند چارواکو تور پورې کوي چې د دوی د ستونزو حل ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

دغه څرګندوني په هلمند کې مېشتو هندوانو او سکانو په خپلو يو  لړ مذهبي مراسمو کې وکړې  چې پرون په مرکز لښکرګاه کې نيول شوي وو.

هغوى ويل چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د ستونزو د هواري لپاره ورسره څوک مرسته نه کوي.

د هندوانو يوه استازي باک سينګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروالۍ له خوا ورسره د هټيو لپاره د ځمکې د ورکړې ژمنه شوې وه، خو تر دې مهاله له کاغذونو  پرته  نور هېڅ کار نه دى شوى.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې ماشومان او لويان يې د دې سيمې د اوسېدونکو له خوا پر دې نوم ځورول کېږي، چې ګواکې دوى هندوان او سکان دي.

د هغه په وينا، امنيت يې هم خوندي نه دى.

په همدغو مراسموکې د جای رام په نوم يوه بل هندي وويل چې تر پنځوس کاله ډېر وخت کېږي چې  په هلمند کې مېشت دي خو تر دې مهاله د خپلو مړو د سوځولو لپاره  ځانګړی ځای نه لري،  په داسې حال کې دوه ځلې ورسره په بست کلا کې د ځمکې د ورکړې ژمنه شوې وه.

د ده په وينا، همدې ستونزو او غوښتونو ته يې ډېره  پاملرنه نه کېږي له  اتيا کورنيو څخه  چې له وخت  په دغه ولايت کې مېشتې وې، ۴۰  يې د هېواد نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته  کډوالې شوې دي.

د همدغو هندوانو يوه مشر ويساسينګ هم وويل چې دوی په ټاکنو، عسکرۍ او نورو ټولو ملي مسايلو کې برخه اخلي خو له تېرو دوو کلونو را هيسې د دولت او د دغه ولايت ادارې له پامه غورځولي دي.

د لښکرګاه ښاروالۍ مرستيال ډاکتر مسعود سېلاب پژواک ته وويل چې د هندوانو شمېر په لښکرګاه کې اوس مهال تر ۴۰ کورنيو ډېر نه دی خو له وړاندې ۸۲ رهايشي نومرې، يو  ښوونځى، د دوی عبادت ځای، د ښار په منځ کې ۶ بابه دوکانونه او په صافيانو ساحه کې يو سوداګرېز مارکېټ ورکړل شوی دی.

د ده  په وينا، همدا اوس مهال د ۲۷ دوکانونو لپاره ورته ځمکه  په نښه شوې  په سيمه کې يې د اوبو لپاره چرۍ او پلې لارې جوړې شوې او کثافات دانۍ هم ورته اېښودل شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې يواځې د مړو د سوځولو د ځاى ستونزه يې نه ده حل شوې او د دغه کار لپاره يې يو پلاوی ټاکلی څو داسې ځای ورته  په نښه کړي چې بيا ستونزې جوړې نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.