کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): وسله والو طالبانو د هغو ١١ تنو د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى، چې پرون په فراه ولايت کې وژل شوي او طالبانو دغه کسان اربکيان بللي دي.
سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې دغه شمېر کارکوونکي پرون په پشت کوه ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.
د پشت کوه ولسوال عبدالرحيم حيدري په وينا، دا کسان هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري په نښه شوي، چې د شيخ ابونصر فراهي بندر پر لوري روان و.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي نن پژواک اژانس ته په يوه ټېلېفوني اړيکه کې ويلي، چې وژل شوي کسان اربکيان و، نه کارګر او هغوى په سيمه کې پر ګزمې کولو بوخت و.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د غلام په نوم د اربکيانو د مشر، د زوى په ګډون ١١ اربکيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند ادعا کړې، چې دغه کسان هغه اربکيان و، چې موده وړاندې يې پنځه طالبان وژلي و، چې دا دى دوى يې هم د خپلو عملونو په سزا ورسول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP