Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جلال اباد ښار کې پروني بريد يو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي

جلال اباد (پژواک، ٩ وږى ٩٣): د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملي امنيت پر ادارې د پروني بريد له امله دوى ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

پرون په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر ادارې ځانمرګى بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې پنځه بريدګر، شپږ نور کسان ووژل شول او ٥٩  تنه ټپيان  شوي وو.

د جلال اباد ښار يوه هټۍ وال نصير احمد، چې د ملي امنيت ادارې لوېديځ لور ته په ٥٠٠ مترۍ کې کور لري، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرونۍ چاودنې يې د کور د ټولو ښيښو ترڅنګ دروازې هم ماتې کړې دي.

نوموړى وايي، درې لوڼې او يو کوچنى زوى يې هم پر ښيښو برسېرن ټپيان شوي او اوسمهال بېرته د کور په جوړولو بوخت دى.

هغه زياته کړه: ((له سهاره مې بېرته د کور په رغولو کار پيل کړى، تر اوسه مې د ٦٧زره افغانيو کوچني سامانونه اخيستي دي.))

دى زياتوي، د ده کور ته ور اوښتى مالي زيان له سل زره افغانيو څخه اوړي او هم يې د دوکان دروازې او وسايل خراب شوي ، خو تر اوسه يې حساب نه دى کړى.

د جلال اباد په غنمو منډوي کې يو تن کيسټ پلورونکى شبير احمد هم ورته خبره کوي او وايي، چې د دوکان دروازه او په دوکان کې يو شمېر وسايل او کېسټې يې ماتې شوې دي.

ده وويل، چې يواځې نوموړي ته زيان نه دى اوښتى، بلکې د غنمو منډوي په کوڅه کې د لسګونو دوکانونو دروازې ماتې شوي او دننه وسايل يې هم تخريب شوي دي.

دى وايي: ((زموږ دوکانونه خو لا لرې دي، خو کوم نږدې دوکانونه او کورونه چې دي، اکثره يې زيات تخريب شوي دي.))

د جوى هفت اډې ته څېرمه د يوې پلازا منشي نسيم خان وايي، د دوى د پلازا ټولې ښيښې او يو شمېر دروازې ماتې شوې دي.

نوموړى وايي، چاودنه دومره زوروره وه ، چې د ښيښو ترڅنګ يې ډېرې قوي دروازې هم تخريب کړې دي.

ده زياته کړه: ((څو لکه افغانۍ زيان موږ ته هم راورسېد، ډېر نازک توکي هم موجود وو، چې له منځه ولاړل.))

د بي بي حوا لېسې يوه ښوونکې چې د نوم له اخيستلو يې  ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د يادې لېسې ښيښې، دروازې او ځينې نور وسايل له منځته تللي او يو شمېر يې نيمه تخريب شوي دي.

نوموړې وايي، نن د بررسۍ ټيم راغلى و او بررسي يې کوله ، خو د دوى ښوونځي ته څو سوه زره افغانۍ زيان رسېدلى دى.

د دويمې ناحيې د عربانو د کوڅې اوسېدونکى محمد يوسف وايي، له چاودنې سره يې درې کوټې ويجاړې شوي او شاوخو پنځه سوه زره افغانۍ زيان ور اوښتى دى.

دى وايي: ((موږ په کراچيو کې خټکي خرڅوو، زموږ وس به څه وشي ورته، چې بيا يې جوړې کړو او دوه ښځې هم ټپيانې شوې دي.))

د دويمې ناحيې وکيل ګذر ډاکټر صابر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې هېڅ داسې کور نشته ، چې تخريب شوى به نه وي.

نوموړي وويل ، چې د دوى د سيمې ډېرى خلک غريبکاره دي او کېداى شي يو شمېر يې بېرته د کورونو د رغولو وس ونه لري.

ده زياته کړه: ((زموږ په قريه کې شاوخوا ٥٠٠ کورونه تخريب شوي، موږ له حکومته غواړو، چې اوس له موږ سره مرسته وکړي.))

دى زياتوي، ولايتي ادارې هېڅ ډول پوښتنه نه ده کړې .

هغه زياتوي: ((هسې په نوم دولتداري ده، په دې خو نه کيږي چې موږ دې ٤٥ تنه زخميان ورکوو، مګر دوى دې زموږ پوښتنه نه کوي.))

د الحاج پلازا يوه منشي صديق الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى د پلازا ټولې ښيښې او يو شمېر دروازې ماتې شوې دي.

نوموړي وويل: ((د پلازا ٣٦٥ ښيښې ماتې شوي، چې د هرې ښيښې قيمت دوه زره افغانۍ دى او دلته شپږ کسان ټپيان شوي هم دي.))

دى نيوکه کوي، چې ولايتي ادارې يې تر اوسه هېڅ پوښتنه ده کړې او په کار وه، چې د زيانمنو شويو پوښتنه يې کړې واى.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم پر يادې پېښې او زيانونو خواشيني ښيي او زياتوي، په جلال اباد ښار کې تر اوسه داسې ستر زيانونه نه وو اوښتي، لکه د تېرې ورځې پېښې چې اړولي دي.

نوموړي وويل: ((موږ ډېر خواشيني يو، موږ هم کوم داسې اقتصادي سرچينې نه لرو، چې ورسره مرسته وکړو، خو رښتيا هم يو شمېر خلک د مرستو وړ دي.))

زمرى وايي، تر اوسه پورې يادو اشخاصو ته نه دولت کومه ډاډګيرنه ورکړې او نه يې هم کومه مرسته ورسره کړې ده.

هغه له ولايتي او مرکزي ادارې غوښتنه کوي، چې له متضررينو سره دې مرسته وکړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى بيا وايي، چې په پرونۍ پېښه کې د حکومتي اشخاصو تر څنګ عامو وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

دى وايي، د تېرې ورځې پېښې له امله په ننګرهار کې ميليونونه افغانۍ زيانونه اوښتي او دوى به ياده مسئله له مرکزي ادارې سره شريکوي او د مرستې غوښتنه به ترې کوي.

عبدالزي زياته کړه: (( ولايتي اداره په پرونۍ پېښې د زړه له تله خواشنيې ده او موږ به هڅه کوو، چې د مرستې لپاره يې يوه لاره ولټوو.))

دى زياتوي، پرون ورځ د ننګرهار د مرستيال والي په مشرۍ په روغتون کې د پېښې له ټولو ټپيانو ليدنه وشوه او د هغوى لپاره د درملو او نورو اسانتياوو د برابرولو لپاره هم د ولايتي ادارې له لوري د عامې روغتيا رياست ته لارښوونه وشوه.

عبدالزى وايي، د ننګرهار والي پر يادې پېښې د زړه له تله خواشينى دى او خپل تسليت ټولو زيانمنو شويو حکومتي او غير حکومتي اشخاصو او افرادو ته وړاندې کوي.

وسله والو طالبانو د پروني بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.