Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې ١٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز (پژواک ٩ وږى ٩٣): د کندوز امنيتي چارواکو په ياد ولايت کې د ٨ وسله والو د وژلو او ٦ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.

په شمال زون کې د ٢٠٩ قول اردو ارکان مشر تورن جنرال غلام حيدر حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د “شاهين ٢” په نوم د عملياتو په ترڅ کې اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو  کې د ملا افضل په نوم د طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.

تورن جنرال حيدر وويل، چې دغه عمليات له يوې مودې را په دېخوا په ډېره بريالۍ توګه روان دي او يتيم، نهر صوفي، کلا زيب بالا او پايين، لالي تپه، ځدراڼ، اى خانم، حضراتو او غونډۍ کلي له وسله والو مخالفينو پاک شوي دي.

په شمال زون کې د ٢٠٩ قول رييس ارکان زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې يو امنيتي سرتېرى هم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، خو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي د عملياتو پر مهال د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سړک غاړې د لس کړۍ ماينونو د له منځه وړو هم خبر ورکړ او ويې ويل، چې دغه ماينونه د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوي وو.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ پر مرکز بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د يادې ولسوالۍ ودانۍ او ټانک ويجاړ او دولتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، د دولتي ځواکونو عمليات له ماتې سره مخ دي او سيمه د طالبانو په واک کې ده.

د چهاردرې اوسېدونکي چې د جګړو له امله د کندوز ښار ته راکډه شوي، خپلو سيمو تر پر ستنېدو ټينګار کوي.

يوه کډوال محمد عيسى وويل، چې د جګړې له ډاره له لسو نورو کورنيو سره يو ځاى د کندوز ښار خاکني سيمې ته راکډه شوي او د جګړې د پاى ته رسېدو انتظار باسي.

هغه زياته کړه: ” کله چې جګړه پيل شوه نو خلکو خپل بچيان هر لوري ته و ايستل، چې هسې نه ووژل شي، يوازې ځانونه يې راو ايستل، نور يې هر څه په کورونو کې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په چهاردرې، دشت ارچي او خان اباد ولسواليو کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې، چې خپلو سيمو د بېرته ګرځېدو غوښتنه کوي، خو سيمه ييزو چارواکو ژمنه کړې چې روان چاڼيز عمليات به ژر تر ژره پاى ته ورسېږي او يادو کورنيو ته خپلو سيمو ته ګرځېدو زمينه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.