جلال اباد ( پژواک ١٠ وږى ٩٣) : د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د نجونو د دوه لېسو لپاره د ودانيو په جوړېدو سره به د زده کوونکو لپاره ښه درسي فضا رامنځ ته شي.
د ننګرهار دپوهنې رييس پوهندوى الله داد اسماعليزي د دې ودانيو د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې وويل، چې يادې ودانۍ د جاپان هېواد په مالي مرسته جوړېږي.
نوموړي وويل، چې يادې دوه ودانۍ د خېوې ولسوالۍ د قلعه ټک او توکل بابا دنجونو د دوو لېسو لپاره جوړيږي ، چې هره يوه به يې اته درسي او څلور اداري خونې ولري.
دى زياتوي، چې د يادو ودانيو چارې به د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
ده زياته کړه: (( د جاپان هېواد په مالي مرسته به د سره رود او بهسودو ولسواليو د پوهنې په برخه کې هم ۱۴ پروژې په نږدې راتلونکي کې پلې شي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ضابط امير محمد بيا د يادو لېسو لپاره د ودانيو پر جوړولو خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې ولسونه بايد د دا ډول پروژو ساتنه وکړي.
نوموړى وايي ، چې په سيمه کې بايد هغه خنډونه هم له منځه يوسي کوم چې ديوشمېر بيارغنيزو پروژو پر وړاندې رامنځته کيږي.
ده زياته کړه: (( اوس زموږ سلګونه خويندې په ازاده هوا کې درس وايي، خو که دا ودانۍ جوړې شي، نو مشکل به ختم شي.))
دامهال په ننګرهار ولايت کې ۸۸۰ ښوونځي شته ، چې تر نيمايي ډېر يې ودانۍ لري، چې د چارواکو په وينا، يو شمېر نورو ته به هم ودانۍ جوړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP