Language

د کندهاري زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوه

کندهار (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت زده کوونکي پوره شپږ کاله د کتابونو له کمښت سره لاس او ګرېوان وو، خو سږ کال چې نوى ښوونيز کال د پيل کېدو په درشل کې دى، د کتابونو د کموالي ستونزه يې هواره کړې ده.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقاد پيوستون د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندهار ولايت د لومړۍ دورې (له لومړي تر شپږم ټولګي) زده کوونکو له تېرو شپږو کلونو راهيسې درسي کتابونه نه درلودل چې دې ستونزې د زده کړې بهير اغېزمن کړى و.

د نوموړي په وينا، د دې ستونزې له امله زده کوونکي نه يوازې په ټولګي کې د زده کړو پر مهال له ستونزو سره مخ وو، بلکې د ازموينو پر مهال يې هم سمه امادګي نه شواى نيولاى.

هغه زياته کړه، دا چې اوس د دوبي رخصتۍ پاى ته رسېږي او نوى ښوونيز کال پيل کېدونکى دى، د زده کوونکو دغه ستونزه يې حل کړې ده.

دى وايي، دوې ورځې وړاندې د پوهنې وزارت له لوري له لومړي تر شپږ ټولګي پورې د زده کوونکو لپاره ٩ سوه ٣٢ زره ٩٥٢ جلده درسي کتابونه رالېږل شوي چې ډېر ژر به يې پر زده کوونکو د وېش چارې پيل شي.

هغه دا هم وويل چې د دغو کتابونو له ډلې ٣٨٠٠ جلده کتابونه د ښوونکو لارښود کتابونه دي، چې د هغوى په روزلو او د تدريس د معيار په لوړولو کې به ډېره مرسته وکړي.

پيوستون په کندهار کې د لوړو ټولګيو د زده کوونکو د زده کړو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کتابونو د کمښت ستونزه يوازې لومړۍ دورې زده کوونکو لرله خو د لوړو ټولګيو زده کوونکي دا او دې ته ورته کومې نورې ستونزې نه لري.

هغه دغه راز يوه بله ستونزه هم ياده کړه او ويې ويل چې په تېر کې به يونيسف او نورو ډونر ادارو له زده کوونکو سره د قرطاسيې مرسته کوله، خو اوس دغه مرسته کمه شوې او دا ستونزمنه ده چې ټولو زده کوونکو ته قرطاسيه ورکړل شي.

نوموړي د درسي بهير د ښه کېدا او د مسلکي ښوونکو د کمښت په اړه وويل، هڅه کوي دغه تشه په هغو محصلينو ډکه کړي، چې تازه له پوهنتونو فارغ شوي دي.

بلخوا د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري وايي چې د ښار اړوند په ٤٠ ښوونځيو کې د زده کوونکو د مطالعې لپاره کتابتونونه جوړوي.

هغه زياته کړه، د درسي کتابونو تر څنګ د زده کوونکو لپاره د ازادې مطالعې د کتابونو او کتابتون شتون ډېر اړين دى.

دى وايي، په همدې موخه ټولټال د ٥ ميليونه افغانيو په لګښت د هر ښوونځي لپاره د زر- زر ټوکه کتابونو لرونکى کتابتونونه جوړوي.

د ده په خبره، د زده کوونکو د هڅولو په موخه به په ښوونځيو کې د مطالعې کلبونه هم جوړوي او دغه چاره به پر يوه فرهنګ بدلوي.

نوموړي وويل، له کندهار ښار وروسته به دغه لړۍ ولسواليو ته هم غځوي.

زده کوونکي خوشحاله دي چې تر کلونو ځنډ وروسته هم درسي کتابونه ترلاسه کوي او هم ورته د مطالعې لپاره کتابتونونه جوړېږي.

د سيد جمال الدين افغان لېسې د درېيم ټولګي زده کوونکى احمد مدثر وايي، تېر کال يې دوه کتابونه (پښتو او حساب) نه درلودل او د درس د زده کولو په موخه مجبور و چې له خپل ټولګيوال څخه يې واخلي.

دى وايي، اوس چې د کتابونو ستونزه حل شوې، نو په خپلو درسونو کې به ډېر کوښښ کوي.

د زرغونې انا لېسې د څلورم الف ټولګي زده کوونکې ايمان هم وايي چې نه يوازې درسي کتابونه يې نه درلودل، بلکې له خپل ذوق سره سم يې د ازادې مطالعې لپاره هم کتابونه نه درلودل.

دا ډېره خوشحاله ده چې اوس يې په ښوونځي کې کتابتون جوړېږي.

په ټوليزه توګه په کندهار ولايت کې د ٤٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي شته، چې د ٥٠ زره نجونو په ګډون پکې شاوخوا ٢٢٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي، خو د سلو په شاوخوا کې ښوونځي لا هم د د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاته دي.

Related Topics