لښکرګاه (پژواک ۱۰ وږى ۹۳): چارواکي وايي چې د هلمند په موسى کلا کې يې د وسله والو ډله ييزه بريد پر شا تمبولى او ۸۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر حاجي ويس صميمي پژواک خبر اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييزه بريد وکړ.
د ده په وينا چې امنيتي ځواکونه د پټو معلوماتو پر بنسټ په کمين کې وو چې د راتګ پر مهال وسله وال د دوى له سخت بريد سره مخ شول.
د امنيت امر د وسله والو طالبانو د مړو او ټپيانو کره شمېر ياد نه کړ خو د هغوى مرګ ژوبله يې ٨٥ تنه وښوده.
هغه وويل، د همدې جګړې په ترڅ کې امنيتي سرتېرو ته هم تلفات اوښتي خو تر اوسه يې کره شمېر نه دى معلوم.
د موسى کلا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غلام حيدر پژواک ته وويل چې دا ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې کلابنده ده، هټۍ يې تړلې او پر لارو يې تګ راتګ نه کېږي.
هغه وايي، چې نن هم د دې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
د ولسوالۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې يوه پوليس وژل شوى او اته نور ټپيان دي.
سرچينه وايي چې د ولسوالۍ د مقام په شاوخوا سيمو کې له وسله والو سره نښتې روانې دي خو پوليس د وسلو له نه شتون سره مخ دي.
د ولايت مقام او امنيتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رپوټ رد کړ او يادونه يې وکړه چې همدا نن يې د يوې چاودنې په ترڅ کې ١١ پوليس وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP