کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): يوناما وايي، د اصلاحاتو او همپالنې له لوري د څه باندې ٢٢٠٠ محلونو د پايلو پاڼو موضوع يې د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره شريکه کړې ده.
ياد ټيم نن ادعا وکړه، چې د څه باندې ٢٢٠٠ محلونو د پايلو پاڼې چې کابو ١،٥ميليونه رايې کېږي، د يوه يا دوو اشخاصو له خوا ډکې شوې او لاسليک شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د پلاوي دفتر (يوناما) له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي، دا چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د هر اړخيزې تفتيش چارې بشپړېدو ته نږدې دي، ملګري ملتونه د هغو تازه موضوعاتو او اندېښنو په اړه ځواب ورکولو ته دوام ورکوي، چې د ولسمشرۍ د کمپاينونو له خوا راپورته شي.
سرچينې زياته کړې، په دې وروستيو کې (د وږي په لومړۍ نېټه) د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ادعا وکړه، چې د رايو د پايلو په فورمو کې په ګڼ شمېر يو شان لاسليکونه شوي دي. که چېرې په دې اړه مدارک شتون ولري، د رايو د پايلو په فورمو کې دغه ډول مشابه لاسليکونه چې د مختلفو جغرافيايي محلاتو څخه وي، پراخې څېړنې او بشپړ ځواب ويلو ته اړتيا لري.
يوناما وايي، د دې لپاره چې دغه ډول پلټنه ترسره شي، ملګري ملتونه د اصلاحاتو او همپالنې له کمپاين څخه هيله کوي، چې د خپلو ادعاوو لپاره مرستندويه مدارک وړاندې کړي او همدارنګه د رسمي ليک په ترڅ کې غوښتنه وکړي، څو دغې مسئلې ته د ټاکنو د خپلواک کميسون پاملرنه واړول شي.
سرچينه کاږي، د وږي په شپږمه د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د کابو ٢٢٠٠ راى محلونو څخه د پايلو چاپ شوي کاپي ګانې، کومې چې دوى ادعا کوي، چې ورته لاسليکونه لري، ملګرو ملتونو ته سپارلې دي.
يوناما زياتوي، که څه هم چې په يوه ليک کې له ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي، چې دغو ادعاګانو ته په رسمي ډول د ټاکنو د خپلواک کميسيون پام واړوي، دا ليک پرون (د وږي نهمه) ترلاسه شوى او ملګرو ملتونو دا مسئله د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره شريکه کړې ده.
سرچينې په خبره، د دې سند له ترلاسه کولو وړاندې، ملګرو ملتونو د ټاکنيزو کارپوهانو له جملې څخه چې د تفتيش په پروسه کې ګډون کوي، د ٧ تنو يو ځانګړى ټيم جوړ کړى دى. دغه ټيم څېړنه ترسره کړه، څو دا معلومه کړي، چې ايا د يو شمېر پايلو د پاڼو په منځ کې د ورته لاسليکونو مسئله د نورو هېوادونو په ټاکنو کې مطرح شوې، خو تراوسه پورې دا مسئله يواځې په يوه قضيه کې پېژندل شوې ده.
يوناما زياتوي، دغو ادعاګانو ته د رسېدلو لپاره کوم چې تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کميسون دارالانشاء ته وسپارل شوې، د کارپوهانو ټيم د څېړنو د طرز العملونو او د ابطال له معيارونو سره يوځاى د وړانديز يوه مسوده چمتو کړې، چې تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کميسيون له دارالانشاء سره شريکه شوې ده.
د سرچينې په حواله، ملګرو ملتونو په ورته وخت کې د تحول او تداوم ټيم ته د يادې ادعا په اړه معلومات ورکړي، څو په مناسب ډول د ځواب ويلو فرصت ترلاسه کړي.
د يو بل خبر له مخې، ملګرو ملتونو د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو ته د تفتيش د بهير په اړه معلومات ورکړل.
له يوناما څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر يان کوبيش، نن د ولسمشريزو ټاکنو له دواړو نومانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني سره وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، کوبيش هغوى ته د غبرګولي د ٢٤مې نېټې د دوهم پړاو د پايلو د تفتيش د پرمختګ په اړه د ټاکنو د خپلواک کميسيون د معلوماتو او د ملګرو ملتونو د هغو متخصصينو د معلوماتو پربنسټ چې د دې پروسې سرپرستي کوي، معلومات ورکړل.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو سفير جيمز کنينګهم هم حاضر و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP