لښکرګاه (پژواک ۱۱ وږى ۹۳): د امريکا د بحري ځواکونو د ٨٦ ميليون ډالرو په لګښت د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ته تاسيسات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمدعلي شجاعي د يادو تاسيساتو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه تاسيسات د لومړۍ لوا لپاره جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه تاسيسات د ګرمسېر ولسوالۍ په ډوير سيمه کې د امريکايي بحري ځواکونو له خوا ددريو کلونو په موده کې جوړ شوي دي.
د ده په وينا، په همدې سيمه کې له پخوا امريکايي ځواکونو يوه لويه اډه او هوايي ډګر هم جوړ کړي وو چې اوس يې چاري تر ډېره افغان ملي اردو ته سپارل شوې دي.
جنرال شجاعي وويل چې په يادو تاسيساتو کې ١٣٠ بلاکونه جوړ او ټولې نظامي اړتياوې په کې په پام کې نيول شوې او ۸۶ ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى دى.
نوموړي زياته کړه چې د يادو تاسيساتو انجنيري او ساختماني چارې يې په خپله د امريکايي ځواکونو له خوا ترسره شوې خو پلان د ملي دفاع وزارت له خوا ورکړل شوى و.
شجاعي وايي چې له دې وړاندې يې په همدې سيمه کې له موقتي او نورو ودانيو ګټه پورته کوله چې له امله يې په ستونزو کې وو، خو د دغو تاسيساتو په جوړېدو سره يې ستونزې هوارې شوې دي.
د هغه په وينا، په تاسيساتو کې پر يو وخت څلور زره سرتېري ځايېدلى شي او د روزنې ترڅنګ د خوب او خوړو ځايونه او نور ملحقات هم لري.
د يادو تاسيساتو د پرانيستې مراسمو ته د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم وويل چې ياد تاسيسات په نړيوالو معيارنو جوړ شوي دي او د دغه ولايت په سوېلي سيمو کې به د ملي اردو د ځای ستونزه هواره شي.
هغه له امريکا څخه مننه وکړه، چې په دې مهمه برخه ک يې مرسته وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP