Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامدکرزي د دواړو نوماندانو ترمنځ له هر ډول وروستۍ هوکړې ملاتړ اعلان کړ

 کابل(پژواک ١٢ وږى ٩٣): د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د هڅو پر دوام نن له ولسمشر کرزي سره ليدنه او خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې  حامدکرزي په هغه ليدنه کې چې نن سهار يې له عبدالله او احمدزي سره درلوده، دواړه نوماندان يې وهڅول، چې ډېر ژر دې يوې هوکړې ته ورسېږي.

په  خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي نن له غرمې مخکې د خپلو دوو مرستيالانو په شتون کې له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل او د ټاکنيزې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د دواړو نوماندانو ترمنځ د ټاکنيزې پروسې د پاى ته رسولو په اړه د دواړو نوماندانو له خبرو ملاتړ کړى او هيله يې څرګنده کړې، چې هغوى ډېر ژر يوې پايلې ته ورسېږي ، څو ملت له انتظار او اوسني ناڅرګند وضعيت څخه راووځي.

ولسمشر وويل:(( دى له هر ډول هغې وروستۍ هوکړې هر کلى کوي، چې دواړه اړخونه سره پرې جوړ شي .))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.