Language

د وسله والو په يوه بريد کې اته ملکي وګړي ټپيان شوي

محمودراقي-کلات (پژواک ١٢ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې د کاپيسا او زابل په ولايتونو کې د پېښو پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او اته ملکي وګړي ټپيان دي.

د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د اديزيو په سيمه کې ماين چاودنې درې ملکي کسان ټپيان کړل.

هغه وايي، بلخوا د وسله والو له لوري توغول شوى هاوان د يادې لسوالۍ د يتيمانو سيمې پر يوه کور لګېدلى چې پنځه تنه يې ټپيان کړي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ګل احمد پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې درې ماشومان او دوه مېرمنې ټپيان شوې دي.

هغه وويل چې ټپيان د درمنلې لپاره د سيمې د خلکو په مرسته د والسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

ځايي پوليسو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار يې له وسله والو سره په نښته کې اوه طالبان وژلي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل چې دغه جګړه نن د دغه ولايت د شملزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

لېونى وايي چې د وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي او وسلې يې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې پوليسو او ځايي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.