Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد-اسعداباد (پژواک ١٢ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې په لغمان او نورستان ولايت کې درې پروژې پلې او د دوو نورو بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې درې ټولګټې پروژې پلې  او د حساب دارۍ د انيسټيټيوټ د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د ځواک په وينا، دا پروژې چې نن (چهار شنبه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، په کې د ښاروالۍ مېلمستون جوړول، د ښار د واټونو برېښنايي سيستم فعالول او د قصابانو لپاره د ځانګړي ځاى جوړول شامل دي.

هغه وايي، پر دې پروژو ٩٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د ښاروالۍ د ډانيډا او د رمپپ موسسو له لوري ورکول شوى دى.

بلخوا چارواکي وايي چې د مهترلام د قطب زيو په سيمه کې يې ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د حساب دارۍ انسټيټيوټ لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پيل کړې دي.

د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په دې تړاو غونډه کې وويل چې دغه ودانۍ د ډانيډا موسسې په مالي مرسته پر شپږ جريبه ځمکه په دوو پوړونو کې جوړېږي.

والي وايي، چې دغه انسټيټيوت به ١٦ درسي او ۸ اداري خونې ولري او د حسابدارۍ، کمپيوټر ساينس، ادارې او بانکدارۍ څانګې به په کې فعالې وي.

ياد انسټيټيوټ چې تر اوسه ٦٢٩ محصلين لري او تر نننه پورې ودانۍ نه درلوده.

د يو بل خبر له مخې تېره ورځ  په نورستان ولايت کې د شل کيلومتره سړک د پراخېدو او کرېړ اچولو چارې پيل شوې.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک د کونړ ولايت د چپې درې له ولسوالۍ څخه تر واما ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.

والي وايي چې د دغه سړک ډېر کندې کپرې لري او د تګ راتګ پر مهال لاروي له ستونزو سره په کې مخ کوي.

د‌ى زياتوي چې له مرکزي دولت سره يې د نورستانيانو ستونزې شريکې کړې او ډېر ژر به د نورستان لرې پرتې سيمې له مرکز پارون سره ونښلوي.

هغه د يادې پروژې د ټوليز لګښت او پاى ته رسېدو د نېټې په اړه څه ونه وويل خو يادونه يې وکړه چې د ياد سړک په جوړېدو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د واما ولسوالۍ اوسېدونکي عبداللطيف پژواک ته وويل چې د دغه سړک پر جوړولو خوشحاله دي.

ده وويل چې ياد سړک ډېر خراب دى او لاروي له ستونزو سره مخ کوي.

د يادولو ده، نورستان ولايت ته  کونړ له چپې درې او د لغمان ولايت د الينګار له ولسوالۍ لارې ورغځېدلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.