Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې وسله والو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې وسله والو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Sep 2014 - 15:02
هلمند کې وسله والو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Sep 2014 - 15:02

لښکرګاه (پژواک  ١٢ وږى ٩٣): په هلمند کې د ۶۰۴ سرحدي زون قوماندان وايي چې د شمالي ولسواليو د نيولو لپاره د طالبانو ٣٥ پټنځايونه تصفيه او ٨١ وسله وال وژل شوي دي.

مل پاسوال سلطان محمود محمود د وږي په ١٢مه په لښکرګاه کې خبري کنفرانس ته وويل چې د په ګرمسېر او خانشين ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو شپږ ورځني عمليات پاى ته ورسېدل.

محمود وايي چې طالبانو تر شپږو مياشتو د جګړې د غځولو لپاره د هلمند په دغو ولسواليو کې ٣٥ پټنځايونه جوړ کړي وو چې د يادو عملياتو په ترڅ کې له منځه يوړل شول.

هغه وويل: ((د وسله وال ٣٥ پتنځايونه مو له منځه يوړل، د مشهور قوماندان ملاسيلاني په ګډون ٨١ وسله وال ووژل شول چې مړي يې په سيمه کې پاتې دي. لس موټر، لسګونه  ميله وسلې، موټرسايکل او چاودېدونکي توکي مو ترې نيولي دي.))

ده زياته کړه  چې دغه عمليات د خانشين او ګرمسېر ولسواليو د شنګۍ، ګيلان، دورزي، وزيراباد، صفا او بنادر په سيمو کې ترسره شوي چې دوه سرحدي پوليس په کې وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

د ګرمسېر ولسوال عمر عمري پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو، سرحدي او سيمه ييزو پوليسو ګډ عمليات پاى ته رسېدلي دي.

ولسوال وايي چې په دغو عملياتو کې دوه سرحدي، يو سيمه ييز پوليس او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.

د عمري په وينا چې په عملياتو کې ګڼ طالبان هم وژل شوي او مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

دى وايي: ((لسګونه وسله وال وژل شوي او يوازې ٨٧ تنه يې ټپيان شوي او تښتېدلي دي. اوس د ولسوالۍ امنيت ښه شوى دي او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ کولاى شي.

د ګرمسېر اوسېدونکي صفت الله په مرکز لښکرګاه کې  پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې پوځي عمليات پاى ته رسېدلي او امنيت ښه شوى دى.

دا وايي چې امنيتي سرتېرو په ډېرو سيمو کې پوستې اچولې او د سيمې له خلکو سره يې د امنيت ژمنه کړې ده.

بلخوا د خانشين ولسوالۍ د″ديولا″ سيمې اوسېدونکي نبي جان پژواک ته د ټيلېفون پر ليکه وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې په سيمې کې سختې نښتې روانې وې.

هغه وويل چې اوس جګړه درېدلې او د سيمې امنيت يې ښه دى.

امنيتي چارواکو ويلي چې په دغو عملياتو کې ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى او ټولې سيمې له وسله والو پاکې شوې.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د خانشين او ګرمسېر ولسوالۍ په جګړو کې يې ٢٩ سرتېري او څلور د دوى کسان وژل شوي دي.

هغه له نورو جزئياتو پرته وويل، چې په دې سيمو کې جګړه پاى ته رسېدلې او دوى هم په کې خپلې موخې ته رسېدلي دي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.