Language

وسله والو د غزني د حج او اوقافو رييس تښتولى

غزني (پژواک ١٢ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې وسله والو د غزني ولايت د حج او اوقافو رييس او د هغه دوه کارکوونکي تښتولي دي.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې  وسله والو طالبانو حاجي فضل احمد تېره ورځ ناوخته د غزني-کابل پر لاره له موټره ښکته کړى او بيولى يې دى.

د ننګ په وينا، دا پېښه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د ″هفت اسياب″ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه وايي، له نوموړي سره د هغه يو ساتونکى او موټر چلوونکى هم تښتول شوي، چې پوليسو يې په لټه هڅې پيل کړې دي.

بلخوا د غزني ښار اوسېدونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس نن سهار له کابل څخه غزني ته پر لاره تښتول شوى دى.

دى وايي: ((زموږ خپلوانو دا پېښه په خپلو سترګو لېدلې، چې نن سهار  د غزني پر لاره وسله والو د حج او اوقافو رييس، اداري مدير او چلوونکى له موټره ښکته کړي او تښتولي يې دي.))

بلخوا د ميدان ورګو د والي وياند عطاءالله خوږياني پژواک ته وويل چې د دې پېښې په تړاو ورته د غزني چارواکو ويلي خو تر اوسه يې په اړه بشپړ معلومات نه لري.

هغه وويل چې د دغه ولايت پوليسو د يادې مسئلې په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کې د غزني کابل پر لويه لار د تښتونو رپوټونه ډېر شوي دي.

د زمري په ٢٦مه وسله والو پر دې لاره ١١ ماين پاکان تښتولي وو چې وروسته يې اوه تنه بېرته خوشي کړل او څلور يې لا هم لادرکه دي.