ویلز ( پژواک، ۱۳ وږی ۹۳): د ناټو سرمنشي وایي؛ د روان ميلادي کال ترپايه په افغانستان کې ددې سازمان جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي، خو دغه هیواد اوس هم نړیوالې مرستې ته اړتیا لري او ناټو چمتو ده چې په دې برخه کې رول ولوبوي.
سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې د وږي په ۱۳مه، د انګلستان په ویلز ښار کې د ناټو سرمشریزې غونډې پر مهال وکړې. افغانستان د ناټو د نن ورځې ناستې د اجنډا په سر کې دى.
په غونډه کې چې څو ساعته مخکې پيل شوې د ناټو، ایساف دغړو هیوادونو په ګډون د شاوخوا ۶۰ هیوادونو مشران ګډون لري.
راسموسن وويل چې له تیرې یوې لسیزې راهیسې ناټو او متحدین یې اوږه په اوږه په افغانستان کې د ناټو جګړه ییز ماموریت په بریالیتوب سره ترسره کړى دى.
هغه وویل: “موږ په افغانستان کې خپلې کړې ژمنې پوره کړې، نړیوال ترهګر مو کمزوري کړل او ۳۵۰ زره عسکرو لرونکى پیاوړی افغان ځواک مو جوړ کړی دی.”
د ناټو سرمنشي وویل چې افغانستان اوس یو تاریخي چانس لري، چې خپل هیواد ته پرمختګ وکړي او د خپلې راتلونکې په اړه پریکړې وکړي.
د نوموړي په وینا، افغانستان لا دمخه د پام وړ لاسته راوړنې لرلې؛ د پوهنې، اقتصاد، ښځو حقونو د بیان ازادۍ او مخابراتو په برخه کې یې ډیر پرمختګونه کړي دی.
راسموسن وویل چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي خو دغه هیواد اوس هم د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او ناټو تیار دی چې په دې برخه کې رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه : (( موږ تیاری نیولی چې په افغانستان کې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوی ماموریت پیل کړو، خو هغه مهال چې افغانستان سره د صوفه امنیتي سند لاسلیک شی.))
د ناټو سرمنشي په ډاګه کړه، چې دوی به دافغان ملي ځواکونو مالي تمویل ته ادامه ورکوي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان سره ددوامداره مشارکت عملي کارونه پیل کړي.
دیادونې وړ ده چې څلور کاله مخکې دافغانستان او ناټو ترمنځ دلیزبون په غونډه کې ددوامداره مشارکت تړون لاسلیک شوی و.
راسموسن زیاته کړه : (( ددوامداره مشارکت عملي کول ځکه اړین دي، څو هغه څه چې موږ په تیره لسیزه کې لاسته راوړي دي، وې ساتلی شو.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP