Language

غزني کې د بريدګرو په ګډون ٣٣ تنه وژل شوي او ١٥٤ نور ټپيان دي

څلورم تعقيب-غزني (پژواک ١٣ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې د غزني په بريد کې ١٩ بريدګر، ١٢ سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي ، ١٨ سرتېري او١٣٦ ملکي وګړي ټپيان دي.

بلخوا وسله وال طالبان بيا ادعا کوي چې په دغه ډله ييز بريد کې يې لسګونو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د ملي امنيت پر رياست او د چټګ غبرګون پر قطعې دغه ډله ييز ځانمرګى بريد نن سهار نږدې شپږ بجې پر موټربم چاودنې پيل شو.

د دغه ولايت د چټګ غبرګون د قطعې قوماندان سمونوال خان پاچا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر موټربم چاودنې وروسته پليو وسله والو له دوى سره نښته پيل کړه.

هغه وايي: ((په دغو بريدونو کې دوه ملکي کسان، اته د چټګ غبرګون پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى، درې ملي پوليس او ١٩ بريدکوونکي وژل شوي دي.))

پاچا وويل چې په ټپيان کې ١٨ پوليس او ١٣٦ ملکي کسان شامل دي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

تر دې مخکې د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي پژواک ته په دې پېښه کې د دوو ملکي وګړو، درېيو پوليسو، يوه د ملي اردو سرتېري د وژل کېدو پخلى کړى و.

انصافي ويلي: ((وسله والو لومړى د ملي امنيت رياست ته څېرمه موټربم چاودنه وکړه او وروسته ١٣ بريدګر د ولايتي شورا د ودانۍ له لوري ډله ييز بريد پيل کړ.))

خو امنيتي چارواکي اوس د وسله والو بريدګرو شمېر ١٩ تنه ښيي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې په ټپيان کې يو شمېر امنيتي سرتېري او ډېر نور ملکي وګړي دي.

همت وويل چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د پېښې عيني شاهدان وايي چې د ملي امنيت رياست ودانۍته څېرمه شوې چاودنه ډېر زوروه وه چې له امله يې ډېرې هټۍ، مارکېټونه او د ځايي خلکو کورونه ړنګ او زيانمن شوي دي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، چې سهار وختي وسله والو د ملي امنيت پر ودانۍ بريد وکړ او وروسته يې ډله ييز بريدونه پيل کړل.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمدشفيق هېوادمل پژواک ته وويل چې د چاودنې له امله يې د کور دېوالونه زيانمن شوي او شيشې يې ماتې شوې دي.

هغه وايي چې د امنيت رياست شاوخوا ډېرى ودانۍ او مارکېټونه زيانمن شوي، شيشې او کړکۍ يې ماتې شوې دي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته ويلي چې د پېښې پر مهال يو وسله وال د ملي امنيت له لوري نيول شوى خو امنيتي ادارو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو به څېړنې وکړي.

بلخوا د رسنيو د ملاتړ ادارې (نۍ) چارواکو د خبري کنفرانس په ترڅ کې ويلي چې په دې پېښه کې د غزني د ملي راډيو ټلويزيون دوه خبريالان هم ټپيان شوي دي.

د دې ادارې اجرا‌ئيه رييس مجيب خلوتګر ويلي چې وروسته د پېښې په سيمه کې دوه خبريالانو د امنيتي سرتېرو له لوري وهل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د غزني ډله ييز بريد د څلورو ساعتونو لپاره دوام درلود، لسګونه امنيتي سرتېري په کې وژل شوي او تر ٦٠ ډېر ټپيان دي.

مجاهد ويلي چې په دغه بريد کې يې يوازې ١١ وسله والو برخه درلوده چې د هغوى نومونه يې هم نشر کړي دي.

هغه ويلي چې ملکي کسان پر ډزو نه، بلکې په لومړيو کې د چاودنې له امله ماتې شوو ښيښو ټپيان کړي دي.

 

Related Topics