Language

د بلخ په البرز کې ٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

مزارشريف (پژواک ١٤ وږى ٩٣): د بلخ ولايت په البرز غرونو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چمتال ولسوالۍ په البرز، چشمه ګذر او قراول سيمو کې د امنيتي ځواکونو درې ورځني عمليات نن پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې ٦٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتي او ګڼ مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

د امنيت امر وايي، چې تر اوسه د مخالفينو د تلفاتو کره شمېر څرګند نه دى، خو د معلومات له مخې د هغوى يو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي.

سمونوال قادري وويل، د دغو عملياتو په ترڅ کې چې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت له خوا ترسره شوي، دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو طالب ياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په رالېږل شوي ايمېل کې ادعا کوي چې د بلخ په البرز سيمه کې يې ١٤ دولتي سرتېري وژلي او ١٨ نور تپيان شوي دي.

هغه زياتوي، وروسته له دې چې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر کتار بريد وکړ، هوايي بمبار هم شوى، چې طالبانو ته په کې زيان نه دى اوښتى، خو د نښتو په جريان کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د سيمې خلک وايي، چې ياد عمليات د البرز د غرونو په لمنو کې ترسره شوي او له همدې امله خلکو ته زيان نه دى رسېدلي.

د چمتال ولسوالۍ د جرکلا سيمې يوه مخور حاجي قيوم وويل: ((پخوا دولت په کليو کې عمليات ترسره کول، چې د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدل، خو اوس يې په طالبانو پسې د البرز په غرونو عمليات کړي.))

دغه مخور وايي، چې د البرز په لمنو کې د کوچيانو مېنې دي، اوس هغوى هلته نشته.

نوموړي زياته کړه، چې وسله وال مخالفين د سرپل مرکز اړوند د شېرمونو له سيمې البرز ته اوښتي وو، چې د عملياتو په نتيجه کې بېرته تښتېدلي دي.