Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بېلابېلو نښتو پر مهال ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي

د بېلابېلو نښتو پر مهال ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
6 Sep 2014 - 13:14
د بېلابېلو نښتو پر مهال ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
6 Sep 2014 - 13:14

پل علم ، لښکرګاه (پژواک  ١٥ وږى ٩٣): چارواکي وايي، چې په لوګر او هلمند ولايتونو کې د بېلابېلو نښتو پر مهال ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي ، درې سيمه ييز پوليس او ١٢ طالبان ټپيان شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن (شنبه) سهار اته بجې وسله والو د بره کي برک ولسوالۍ د احمدک، چلتن او جليوزيو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

نوموړى وايي، چې د دې بهرنيو او کورنيو طالبانو شمېر لسګونه تنه وو، چې د ځوابي ډزو او نښتې په ترڅ  پنځه طالبان وژل شوي  او درې سيمه ييز پوليس ټپيان دي

د امنيه قوماندان په وينا، يادې پوستې د سيمه ييزو پوليسو او ځايي پاڅون کوونکو دي، چې وسله والو طالبانو يې د نيولو هڅه کوله، خو بريالي نه شول.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم پژواک ته د يادې پېښې د پخلي تر څنګ وويل،چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو ورته بريدونه ډېر کړي دي.

ولسوال په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو د ممکنه بريدونو د مخنيوي لپاره د پراخو تصفيوي عملياتو غوښتنه وکړه.

د يادې ولسوالۍ د چلتن سيمې اوسېدونکي داوود پژواک ته وويل، چې نن سهار يې په سيمه کې سخته نښته وشوه.

هغه زياته کړه ، چې جګړې څو ساعتونه دوام وکړ، خو ځايي خلکو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د هلمند ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په بېلابېلونښتوکې يې  ۱۲ وسله وال طالبان وژلي  او ۱۲  نور  ټپيان دي.

د۲۱۵ ميوند قول اردو له درېيمي لوا څخه د وږي په ١٥مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دې وسله والو ته يې تېره ورځ د ګرشک په نهرسراج  او پوپل زو سيمو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينه وايي، چې په دې بېلابېلو نښتوکې ملکي وګړو او افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په خبرپاڼه کې د نښتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته د ګرشک ولسوالۍ په نښتو کې د څو تنو  وسله والو مرګ ژوبله تاييد کړه، خو دقيق شمېر يې ياد نه کړ.

احمدي په ورته مهال په موسى کلا، سنګين او ګرشک ولسواليو کې د چاودنو او نښتو په ترڅ کې د ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا هم وکړه.

Views: 2

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.