Language

د غزني د حج او اوقافو رييس مړى وموندل شو

غزني (پژواک ١٥ وږى ٩٣): چارواکي وايي، چې د غزني ولايت د حج او اوقافو د تښتول شوي رييس مړى د ميدان وردګو ولايت  په  سيداباد ولسوالۍ کې وموندل شو.

د غزني د حج او اوقافو رييس حاجي فضل احمد له خپل يوه ساتوونکي او موټر چلوونکي سره د وږي په ١٢مه د غزني – کابل پر لويه لاره د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ په ″هفت اسياب″ سيمه کې تښتول شوى و.

کومې وسله والې ډلې د ده د تښتونې مسووليت نه وو اخيستى، خو ځايي چارواکو تښتوونکي د دولت وسله وال مخالفين بللي وو.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حاجي فضل احمدى مړى نن سهار په سيداباد ولسوالۍ کې وموندل شو .

هغه وايي، چې ولايتي ادارې هڅې پيل کړي،څو مړى يې له هغه ځايه  غزني ولايت ته انتقال کړي خو د پېښې د څرنګوالي په تړاو يې نور څه ونه وويل.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل،چې نن سهار دغزني د حج او اوقافو د تښتول شوي رييس مړى د سيداباد ولسوالۍ د ډنډو په سيمه کې موندل شوى دى.

ده زياته کړه، چې سيمه ته د سرې مياشتې ډله ورغلې، څو د نوموړي مړى له هغه ځايه غزني ولايت ته انتقال کړي.

هغه وويل، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو پوليسو څېړنې پيل کړي، خو ياده پېښه يې د دولت د وسله والو مخالفينو کار وباله.

ځايي چارواکو ويلي، چې تراوسه د فضل احمد د موټر چلوونکي او ساتوونکي په اړه معلومات نه لري ، خو پوليسو يې په لټه څېړنې پيل کړې دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د دې وژنې مسوليت نه دى اخيستى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې د غزني ولايت د حج او اوقافو د رييس د تښتونې په ورځ يې ډېرې پلټنې وکړې ، خو معلومه نه شوه، چې هغه چا تښتولى دى.

مجاهد وويل، تر اوسه نه ده معلومه چې تښتوونکي کسان وسله وال طالبان دي او که نور څوک ،خو تر پلټنو وروسته به په دې اړه جزييات وړاندې کړي.

Related Topics