Language

“د هېواد اوسنى حالت د ولسمشرۍ نوماندانو تر منځ له هوکړې ډېر بدتره دى”

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٣): ولسمشر کرزي، د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي يووالي د حکومت رامنځته کولو په اړه له وروستۍ پرېکړې ستاينه کړې او وايي، چې د افغانستان اوسنى حالت له دې هوکړې څو ځله خرابه دى.

ولسمشر کرزي، دغه څرګندونې نن ( د وږي پنځلسمه) د ښځو له يو شمېر فعالانو سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې کړې دي.

نوموړي، له ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله سره د خپلې وروستۍ ناستې په اړه وويل: ” هغوى ته مې وويل، له يو بل سره مو چې کومه هوکړه وکړه، په اړه يې اندېښنه مه کوئ، هغه عملي کړى، ځکه اوسنى حالت ستاسو له هوکړې ډېر بدتره دى.”

 خو ولسمشر کرزي ورته مهال څرګنده کړه، چې افغانستان بايد له دې ډول بې برخليک او ستونزمن حالت څخه ووځي او هيله لري. څو راتلونکى ولسمشر ژر تر ژره اعلان او خپل حکومت جوړ کړي.

ولسمشر وويل: ” موږ د دواړو نوماندانو تر منځ ملګرتيا ته درناوى لرو او غواړو، چې دا يوه ملګرتيا واوسي، د ملي يووالي حکومت جوړ کړي، يو يې ولسمشر شي او بل يې د چارو تر سره کوونکى، خو دا کار دې ژر تر سره کړي.

د کرزي په وينا، د ولسمشرۍ له دواړو سيالو نوماندانو سره يې خبرې کړې ورته ويلي يې دي، چې د هوکړې له عملي کولو او د پايلو له اعلان وروسته چمتو دى، چې په هماغه او يا له هغه دوه-درې ورځې وروسته د لوړې مراسم تر سره کړي.

پر دې سربېره، چې ولسمشر کرزي د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو په اړه هوکړه ښه ونه بلله، خو په دې يې ټينګار وکړ، چې که  دا ډول حکومت رامنځته شي او راتلونکى ولسمشر معرفي شي نو ډاډمن دى، چې راتلونکى دولت به د پرمختګ لړۍ ته دوام ورکړي او موږ به هم له دوى سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړو.

 ولسمشر، د خپلو خبرو په پاى کې د دولت سياسي اپوزيسيون ته هم اشاره وکړه او ويې ويل: ” افغانستان هيڅ اپوزيسيون ته اړتيا نه لري، افغانان د يوه بل دوستۍ ته اړتيا لري، همکارۍ او همغږۍ ته اړتيا لري.”

کرزي زياته کړه، چې له راتلونکي دولت سره به تر هغه ځايه خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، چې له اوسني دولت څو قدمه وړاندې لاړ شي او هېواد مو ډېر پرمختګ وکړي، ژمن پاتې شي، په خپلو پښو ودريږي او نور د بهرنيانو په مرستو ولاړ نه واوسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.