کندهار (پژواک ١٥ وږى ٩٣): د کندهار ولايت له عامې روغتيا رياست سره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې له خوا د ١٢ امبولانسونو مرسته وشوه.
په دې اړه په کندهار ولايت کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو چې په کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، په سوېل کې د يونيسف مشر عبدالجبار حسن ډيني او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا له يونيسف ادارې څخه مننه وکړه ، چې د روغتيايي خدماتو د لا ښه والي په موخه د عامې روغتيا له رياست سره د امبولانسونو مرسته کوي.
هغه وويل، د عامې روغتيا رياست به د دغو امبولانسونو په مرسته دا وړتيا تر لاسه کړي، چې خپل روغتيايي خدمات چټک او معياري کړي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د امبولانسونو د تر لاسه کولو پر مهال وويل ، چې مرسته شوي امبولانسونه په نوي سټنډرډ جوړ شوي او صفر کيلومتر دي.
هغه زياته کړه، د هر امبولانس بيه ٣٤ زره ډالره ده چې د ناروغ د لېږد په موخه په کې هر راز اسانتياوې لکه د اکسېجن سلنډر، د نرس او د ناروغ د پايواز لپاره د ناستې ځايونه، د اور وژنې سلنډرونه، روغتيايي المارۍ او نور ځاى پر ځاى شوي دي.
نوموړي يادونه وکړه چې له دغو امبولانسونو څه به په ولسواليو کې د ناروغانو او ټپيانو د لېږد رالېږد لپاره کار اخيستل کېږي.
دوه کاله وړاندې هم د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا د کندهار ولايت له عامې روغتيا رياست سره د ١١ عرادو امبولانسونو مرسته شوې وه.
کندهار د هېواد په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دى، چې د ګڼو امنيتي پېښو له امله د عامې روغتيا رياست دغه راز امبولانسونو ته سخته اړتيا لرله.