جلال اباد ( پژواک ١٥ وږى ٩٣): چارواکي وايي،چې د ننګرهار پوليسو په غني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو ته لېږدېدونکې ٢٢ زره فيره مرمۍ نېولې دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مديريت کارمندانو د سره رود ولسوالۍ اړوند د درونټې په تالاشۍ پوسته کې تېره ورځ ٢٢ زره د” ايم شپاړلس “ټوپک مرمۍ چې په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوې وې نيولې دي.
نوموړى وايي چې د يادو مرميو پر تور يې دوه تنه هم نيولي، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
ده زياته کړه:(( وسله والو غوښتل چې يادې مرمۍ په غني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو ته انتقال کړي ، چې پوليسو نېولې دي.))
د مشرقيوال په وينا، چې يادې مرمۍ له کابل ولايت څخه غني خېلو ولسوالۍ ته د انتقال لپاره راوړل شوې وې.
نوموړي په دې تړاو ډېر څه ونه وويل، خو يادونه يې وکړه ، چې د پوليسو له څېړنو وروسته به نور جزييات وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP