Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت د خپل يوه افسر د پناه غوښتنې پخلى وکړ

کابل(پژواک، ١٥ وږى ٩٣): د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو ددې پخلى وکړ، چې د ناټو  په سرمشريزه غونډه کې د ملي بيرغ د لېږد لپاره  ددغه وزارت يوه لوړ پوړي ټاکل شوي افسر  په انګلستان کې د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال دولت وزيري وايي، چې دوى دغه افسر د بيرغ د لېږد لپاره ټاکلى و، چې له دې وروسته يې مسووليت بل افسر ته وسپارل شو.

وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شخص عنايت الله بارک نومېږي او د ملي دفاع وزارت د اپراسيون رياست افسر دى، چې دلندن هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم يې د انګلستان له حکومت  څخه د سياسي پناه غوښتنه وکړه.

 خو د ملي دفاع وزارت  وياند زياته کړه،  چې دغه افسر د پلاوي غړيتوب نه درلود او د دفاع وزير بسم الله خان له سفره مخکې هغه هېواد ته د روزنې په موخه استول شوى و.

هغه وويل:(( دغه افسر درې ورځې وړاندې په يوه کورس کې د ګډون لپاره انګلستان ته استول شوى و، دا چې په هغه هېواد کې يې شتون درلود، نو د ملي دفاع وزارت له خوا تصميم ونيول شو، چې بيرغ به هم دى ولېږدوي.))

 

 د هغه په خبره، کله چې دغه افسر په انګلستان کې د سياسي پناه غوښتنه وکړه، نو په هغه هېواد کې د بېرغ د لېږد دنده د احمدضياء په نامه يوه بل افسر ته وسپارل شوه.

وزيري زياته کړه، چې دغه  قضيه پلټل کېږي او له څېړنې وروسته به دهغه په اړه تصميم ونيول شي .

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند وايي، دغه وزارت پاليسي لري، چې د وزارت له هر منسوب سره، چې د کوم جرم مرتکب شي؛ قانوني چلند کېږي.

 وزيري ونه غوښتل، چې په دې برخه کې نور معلومات ورکړي.

د ناټو سرمشريزه  دوه ورځې مخکې د انګلستان د ويلز په کارديف ښار کې پيل شوه، چې د ايساف او ناټو په ګډون د نړۍ د ٦٠ هېوادونو مشرانو په کې ګډون کړى و.

په دغه ناسته کې د افغانستان له خوا د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي د يوه پلاوي په مشرۍ ګډون کړى و.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.