Language

په کندهار کې نوى تعليمي کال پيل شو

کندهار (پژواک ١٥ وږى ٩٣): چارواکو نن د وږي په پنځلسمه په کندهار ولايت کې نوى تعليمي کال له دې ژمنې سره پيل کړ، چې د پوهنې په برخه کې به د فساد او درغليو مخه نيسي.

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا، د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون او يو شمېر نور چارواکي ارغنداب ولسوالۍ ته تللي وو او نوى ښوونيز کال يې د همدې ولسوالۍ په بابا ولي لېسه کې د زنګ په وهلو پيل کړ.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ځل نوى تعليمي کال په داسې حال کې پيلوي، چې د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوې او د نورو ستونزو د هواري لپاره لاس په کار دي.

هغه زياته کړه، د پوهنې په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه د فساد شتون دى، چې هغوى يې سږ کال د مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې کوي.

ويسا د دې تر څنګ د کورنيو له مشرانو او ښوونکو وغوښتل، چې د زده کوونکي د غوره راتلونکي په خاطر د هغوى د زده کړې بهير ته ډېر پام وکړي او د وخت د ضياع مخه ونيسي.

نوموړي د تدريس په برخه کې د مسلکي ښوونکو پر ګومارل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، له ښه مرغه سږ کال له کندهار پوهنتون څخه ٢٨٠ محصلين له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شوي، چې په ګومارل کېدو به يې د تدريس بهير د معياري کېدو په لور لاړ شي.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون، چې په دې وروستيو کې په دغه دنده ګومارل شوى، وويل چې د فساد د مخنيوي تر څنګ به د تړلو ښوونځيو پرانيستل کېدو ته ډېر پام کوي.

هغه زياته کړه، دا چې اوس د دوبي درې مياشتنۍ رخصتۍ پاى ته رسېدلې او نوى تعليمي کال پيل شو، د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه يې حل کړې ده.

دى وايي، د کندهار ولايت د لومړۍ دورې (له لومړي تر شپږم ټولګي) زده کوونکو له تېرو شپږو کلونو راهيسې درسي کتابونه نه درلودل، چې دغې ستونزې د زده کړې بهير اغېزمن کړى و.

پيوستون دغه راز خبر ورکړ، چې تر دې مهال د ٣زرو په شاوخوا کې نوي زده کوونکي ښوونځي ته داخل شوي او تمه ده، چې دغه شمېره به شاوخوا ٥٠  زره ته لوړه شي.

د کندهار ولايت اوسېدونکي خوښ دي، چې نوى تعليمي کال پيل شو او اولادونه يې تر درې مياشتنې رخصتۍ وروسته بيا ښوونځيو ته ځي.

د کندهار ښار د درېيمې ناحيې يوه اوسېدونکي محمد اجمل پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال دې د پوهنې رياست چارواکي د زده کړې د بهير د ښه کېدو او معياري کېدو لپاره کار وکړي.

هغه وويل، د دغه کار لپاره اړتيا ده چې يو منظم ټيم جوړ او وخت په وخت له ټولو ښوونځيو څارنه وکړي.

د يادونې ده، چې په کندهار ولايت کې د ٤٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي شته، چې د ٥٠ زره نجونو په ګډون په کې شاوخوا ٢٢٠زره زده کوونکي زده کړې کوي، خو د سلو په شاوخوا کې ښوونځي لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.

 

Related Topics