چاریکار ( پژواک ١٦ وږى ٩٣): د پروان د سېدخېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې دوه عام وګړي په سهوې سره د ملي امنيت د کارکوونکو پر ډزو وژل شوي دي.
د سېدخېلو امنيه قوماندان سمونوال عبدالرقيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په اقتاش سيمه کې رامنځته شوې ده .
د هغه په وينا، د ملي امنيت کسان يادې سيمې ته د غلو د نيولو په موخه تللي وو، خو غله تښتېدلي وو او د ملي امنيت کسانو د غلو په ګومان د سيمې پر دوو اوسېدونکو، چې د اوبو لګولو چارې يې تنظيمولې، ډزې کړي او وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان عبدالغفار او محمد صادق نوميږي. دى وايي چې له وژل شويو کسانو څخه يوه يې ٤٥ کاله او بل يې ٣٥ کاله عمر درلود.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، په سيمه کې د غلاوو له ډېروالي سر وټکاوه .
هغه وويل، چې د ملي امنيت کسان يادې سيمې ته د غلو د نيولو په موخه ورغلي وو، خو کله يې چې عبدالغفار او صادق د شپې په تياره کې ليدلي و، د غلو ګومان يې پرې کړى و او پر ډزو يې وژلي وو.
دى وايي، چې غفار او صادق د شپې له خوا د اوبو لګولو چارې تنظيمولې او بېلونه هم ورسره و، خو امنيتي کسانو يې پر بېلونو د وسلو ګومان کړى و.
پژواک ، د پروان د ملي امنيت رياست له يوې سرچينې سره اړيکه ټينګه کړه، خو ويې ويل چې دى په دې اړه د څرګندونو واک نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP