لښکرګاه (پژواک ۱۶وږى ۹۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير وايي، د مخابراتي خدماتو د پوښښ په پراخېدو به په انټرنټي بيو کې ټيټوالى راشي.
دا څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير اميرزي سنګين د وږي په ١٦مه، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د “سلام تري جي” مخابراتي شبکې او نوري فايبر پروژې د ګټې اخيستنې پر مهال وکړې.
ده وويل: “د (سلام تري جي) او نوري فايبر په فعاليت سره به له يوې خوا په ټېلېفوني او انټرنټي بيو کې ټيټوالي راشي او له بلې خوا به د هغو سيمو اوسېدونکي، چې تر دې مهاله له دې اسانتياوو بې برخې ووو، برخمن شي.”
د ده په وينا، په لومړيو کې به د (سلام تري جي) ټېلېفوني خدمات په لښکرګاه کې وي، خو ډېر ژر به دغه خدمات ولسواليو په ځانګړې توګه شمالي سيمو ته هم ورسول شي.
اميرزي سنګين زياته کړه، هلمند څلورويشتم ولايت دى، چې (سلام تري جي) خدمات په کې فعاله شوي او نوري فابير تردې مهاله په ۲۲ ولايتونو کې فعاليت لري.
ده وويل، (سلام تري جي) او ټېليکام دولتي شبکې دي، د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو د مرستې په صورت کې به ټولو هغو سيمو کې فعاليت پيل کړي، چې خصوصي شبکي نه غواړي هلته دوامداره فعاليت وکړي.
د مخابراتو وزير په خبره، له وړاندې لښکرګاه ته د نوري فابير مزي تېر شوي و، خو په لاره کې د امنيتي ستونزو له امله يې د وصل چارې ځنډېدلې وې.
سنګين زياته کړه، په هلمند کې يې يوه بله پروژه تر کار لاندې ده، چې له مخې به يې پنځه زره لين لرونکي ټېلېفونه ووېشل شي او انټرنتي خدمات به هم ولري.
د هلمند والي تورنجنرال محمد نعيم په خپلو خبرو کې وويل، په هلمند کې له نورو کارونو سربېره د مخابراتو په برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو په شمالي ولسواليو کې لا هم ستونزې شته.
د دې ولايت د مخابراتو رييس اميدالله زهير وويل، اوسمهال يې په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې د “سلام تري جي” انتنونه درولي او ډېر ژر به يې په شمالي ولسواليو کې هم ودروي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس عبدالباري بارکزي د مخابراتو له وزيره غوښتنه وکړه، چې له ژمنې سره سم دې مخابراتي خدمات معياري او په هرې ولسوالۍ کې دې لږ تر لږه يو- يو انتن ودرول شي.
په همدې اړه د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي انجنير محمد داوود فرهنګ وويل، چې په هلمند ولايت کې (سلام تري جي) انټرنټ سم کار نه کوي.
نوموړي له پژواک اژانس سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې له ژمنې سره سم دې دغه خدمات ښه او معياري شي.
اوسمهال په مرکز لښکرګاه او په نادعلي ولسوالۍ کې ۲۴ ساعته ټېلېفوني شبکې فعاله دي، خو په نورو ټولو ولسواليو کې يې خدمات يا د شپې له خوا بندېږي او يا هم بېخې فعاليت نه کوي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP