Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قومي مشران: د ټاکنو پايلې دې ژر اعلان شي

اسعداباد (پژواک ١٦ وږى ٩٣): د کونړ ولايت ځينو قومي مشرانو او ديني علماوو د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې دې ژر اعلان کړي.

دې مشرانو د وږي په ١٦مه، په مرکز اسعداباد کې د غونډې پر مهال ګواښ وکړ، که د ټاکنو پايلې ژر اعلان نه شي، خپلو مدني حرکتونه ته به دوام ورکړي.

پخواني جهادي قوماندان حاجي محمد روزي د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او دولت دې په يوه او بله بهانه د ټاکنو پايلې نه ځنډوي.

ده وويل: ((موږ سوله او امن  غواړو، کونړ د هېواد په کچه هر ځل د انقلابي خوځښتونو کوربه پاتې شوى؛ نو خلک دې موږ  نه مجبوروي چې خپلې تورې او ټوپکې بيا را واخلو.))

يوه بل قومي مشر ملا خان يار هم ټينګار وکړ، چې د ولسونو رايې پاکې دي او دوى به له خپلو پاکو رايو دفاع وکړي.

ده وويل: ((موږ خپلې رايې د سر په بدله استعمال کړي او هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې زموږ په رايو سوداګري وکړي.))

په کونړ ولايت کې د ډاکتر اشراف غني احمدزي د ټاکنيز دفتر مشر ډاکټر جمال هم وويل، چې د ټاکنو کمېسيون دې ژر تر ژره د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

تر دې مخکې د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو هم غوښتي وو، چې د ټاکنو پايلې دې ژر اعلان شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.