غزني (پژواک ١٦ وږى ٩٣): د غزني ولايت د حج او اوقافو د رييس تر وژولو وروسته د هغه ورور هم جنازې ته پر لاره د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.
د ياد ولايت د حج او اوقافو رييس حاجي فصل احمد له خپل يوه ساتونکي او چلوونکي سره د وږي په ١٢مه د غزني-کابل پر لويه لاره د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ په ″هفت اسياب″ سيمه کې تښتول شوى و.
خو چارواکي وايي چې د هغه مړى تېره ورځ د سيداباد ولسوالۍ په ډنډو سيمه کې وموندل شو.
د چارواکو په وينا چې ياد رييس وسله والو طالبانو تښتولى او وژلى دى خو هغوى په دې وژنه کې د لاس درلودو په اړه بې خبري ښودلې ده.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره مازديګر د نوموړي ورور (شېرين) د هغه د جنازې د لېږدولو په موخه د وردګو يادې سيمې ته روان و چې د دغه ولايت په شش ګله سيمه کې پرې وسله وال بريد شوى او له ټپي کېدو وروسته يې سا ورکړې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته په دې اړه بې خبرې ښودلې ده.
خوږياڼي وويل، تر اوسه نه دي خبر چې د غزني د حج او اوقافو د وژل شوي رييس ورور هم په وسله وال بريد کې وژل شوى دى.
خو پرون يې د حج او اوقافو د رييس د وژنې پېښه تاييد کړې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه د حاجي فضل احمد د ورور د وژنې مسووليت نه دى اخيستى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد بيا د وږي په ١٥مه پژواک ته ويلي، چې د غزني د حج او اوقافو د رييس د تښتونې په ورځ يې ډېرې پلټنې وکړې خو معلومه نه شوه چې هغه چا تښتولى دى.
مجاهد ويلي، لا نه ده معلومه چې تښوونکي وسله وال طالبان دي او که نور څوک خو تر پلټنو وروسته به په دې اړه جزئيات وړاندې کړي.