جلال اباد (پژواک ١٦ وږى ٩٣): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي بريد کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه له پلازمېني کابل څخه راغليو ځانګړو ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي دي.
د هغه په خبره،داسې راپورونه د ولايت مقام ته رسېدلي، چې په دې عملياتو کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې د يادې موضوع دلا کره والي په موخه ولايت مقام يو باصلاحيته پلاوی سيمې ته لېږلی دى.
هغه وويل چې عمليات له کابل څخه راغليو ځانګړو ځواکونو د ولايت له هماهنکۍ پرته ترسره کړي ،چې ولايت مقام په دې اړه پلټنې پيل کړي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي بيا وايي، چې د دوی يو سيمه ييز کارکوونکی د دې ځانګړو ځواکونو په هوايې بريد کې وژل شوی دى.
د سيمي يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل ، وژل شوي درې واړه کسان ديوې کورنۍ غړي دي، چې دتالاشۍ او نيول کېدو له وېرې يې شپه له کوره دباندې تېره کړې وه ، خو کله چې سهار مهال بېرته خپل کور ته راستنېدل د لارې په اوږدو کې د الوتکو له لوري وويشتل شوي او ووژل شول.
تراوسه پورې افغان ځانګړو ځواکونو څه نه دي ويلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP