کندهار (پژواک ١٦ وږى ٩٣): په کندهار ښار کې د ښوونځيو لسګونو زده کوونکو، فرهنګي ځوانانو او د مدني ټولنو غړو د پوهنې د ودې او ملاتړ په موخه مارش ترسره کړ.
د پوهنې دغه کمپايني مارش د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو د فدراسيون په نوښت جوړ شوى و چې برخه والو يې بېلابېل شعارونه له ځان سره لېږدول او د کندهار ښار پر واټونو وګرځېدل.
زده کوونکو او ځوانانو د پوهنې په ملاتړ شعارونه ورکول او ويل يې چې: “ماشومان ښوونځيو ته ولېږئ” ، “سالمه ښوونه او روزنه پر مور او پلار د ماشوم اساسي حق دى” ، “ثقيل او درانه کارونه د ماشومانو په حق کې ظلم دى”، “د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د ماشومانو شتون ظلم دى”، “د زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځيو ساتنه وکړئ.”
په دې اړه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اړوند رياست د ځوانانو فدراسيون هر کال د نوي ښوونيز کال په پيل کې د پوهنې لپاره کمپاين کوي او نننى مارش هم د هغوى په نوښت جوړ شوى و.
هغه زياته کړه، په دغه مارش کې لسګونو زده کوونکو، فرهنګي ځوانانو، د مدني ټولنو غړيو او ديني عالمانو برخه لرله.
دى وايي، لا هم په دې سيمه کې د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې شته، د ناامنيو له امله ډېر ښوونځي تړلي دي، زده کوونکي او ښوونکي دواړه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او لا هم ډېرې کورنۍ پر خپلو ماشومانو د زده کړې پر ځاى درانه کارونه کوي.
د ده په خبره، يادو شوو ستونزو ته په پام سره دغه راز مارشونه د خلکو د شعور او پوهاوي په لوړولو کې اغېزمن ګام دى.
مينه پال په دې لړ کې له ټولو خواوو وغوښتل چې د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره کار وکړي او د خپلو سياسي موخو لپاره يې و نه کاروي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د فدراسيون مشر نثار احمد اريا وويل چې د دغه مارش له لارې يې پر خلکو، دولت او اړوندو نورو اړخونو غږ وکړ چې د پوهنې په برخه کې خپل مسووليتونه تر سره کړي.
هغه زياته کړه، دا د ټول ولس مسووليت دى چې د خپلو زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځيو ساتنه وکړي.
د مارش يوه ماشوم برخه وال نويد احمد چې له ځان سره يې “پوهنه رڼا ده” شعار لېږداوه، پژواک اژانس ته وويل، په ګاونډ کې يې ډېر داسې همزولي دي چې پلرونه ورباندې د زده کړې پر ځاى درانه کارونه کوي.
دى وايي، په ننني مارش کې يې د همدې لپاره ګډون کړى و، چې د دغسې ماشومانو پلرونه وهڅوي تر څو پر خپلو ماشومانو کار و نه کړي او ښوونځي ته يې د زده کړې لپاره ولېږي.
د پوهنې د ودې او ملاتړ په موخه دغه مارش په داسې حال کې تر سره شو چې تېره ورځ د وږي پر ١٥مه، د کندهار په ګډون په ګرمسېر سيمو کې نوى ښوونيز کال پيل شو.
په کندهار ولايت کې د ٤٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي شته، چې د ٥٠ زره نجونو په ګډون پکې شاوخوا ٢٢٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي، خو د سلو په شاوخوا کې ښوونځي لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاته دي.