Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Sep 2014 - 16:24
امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Sep 2014 - 16:24

محمودراقي، غزني، ميدانښار (پژواک ١٧وږى ٩٣): په کاپيسا، غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې ١٠ وسله وال، دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپيان دي.

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د جوى بار په سيمه کې له وسله والو سره په نښته کې يوه مېرمن وژل شوې او شپږ ځايي خلک ټپيان دي.

عبدالقدوس ساپي وويل چې امنيتي سرتېري له يادې سيمې د تېرېدو په حال کې وو چې وسله والو پرې بريد وکړ او په ځوابي ډزو کې يادو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې په بېلا بېلو پېښو کې يو ملکي وګړى او نهه وسله والو طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې ياد وسله وال تېره شپه ناوخته د نرخ ولسوالۍ په ميرهزاره سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د والي وياند وويل چې په وژل شوو کې طالب قوماندان ملاشېرين مشهور په بلچ هم شامل دى.

هغه وويل چې د جغتو ولسوالۍ د لعلکي سيمې يوه اوسېدونکي تېره شپه د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا د سيداباد ولسوالۍ په شنيز سيمه کې وژل شوى دى.

بلخوا د غزني ولايت د والي وياند شفيق ننګ وايي چې پوليسو د يوه کمين په ترڅ کې د ده يک ولسوالۍ په ده يک کلي کې مشهور طالب قوماندان ملا عبدالله وژلى دى.

ننګ ويلي چې دغه قوماندان په ګرګه مشهور و او له وژل کېدو سره به يې د سيمې امنيت هم ښه شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.

Views: 2

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.