Language

“بلخ کې ٧٤ سلنه کارګر ماشومان سواد ته لاسرسی نه لري”

مزارشريف (پژواک ١٧ وږى ٩٣): په بلخ ولايت کې د مدني ټولنې فعالانو له خوا ترسره شوې سروې په ډاګه کوي چې په دغه ولايت کې ۷۴سلنه کارګر ماشومان سواد ته لاسرسی نه لري.

په دغه ولايت کې د تلپاتې پراختيا لپاره د مدني فعالانو د کاستو په نوم موسسې د ماشومانو د هر اړخيز حالت د ارزونې په موخه سروې ترسره کړې ده.

د يادې موسسې مسوول عظيم رسالت د وږي په ۱۷مه د شمال زون د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې په خبري ناسته کې وويل، چې په بلخ ولايت کې يې له سلو ګارګرو ماشومانو د دوی د حالت د ارزونې په موخه سروې ترسره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي چې په دغه ولايت کې ۷۴ سلنه کارګر ماشومان سواد ته لاسرسی نه لري.

د هغه په وينا، په پورته شمېر کې ۶ سلنه هغه نجونې ماشومانې هم شاملې دي چې زده کړو ته لاسرسی نه لري خو د کورنيو له خوا د سړکونو پر سر د اقتصادي مجبوريتونو د له منځه وړو په موخه کار کولو ته اړ شوي دي.

خو رسالت وويل چې پاتې ۲۶ سلنه کارګرو ماشون سواد ته لاسرسی لري چې نيمه ورځ د سړکونو پر سر کار کوي او نيمه ورځ ښوونځي ته ځي.

نوموړي وويل چې د دوی د سروې له مخې په يادو ماشومانو کې ۲۵سلنه يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په ياده خبري ناسته کې د شمال زون د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون مسوول قاضي سيدمحمد سامع وويل، چې يوازې په بلخ کې نه، بلکې په ټول شمال کې د ماشومانو حالت تر دې هم بدتر دی.

هغه وويل، د دې اندېښنه هم شته چې ځينې ډلې د ماشومانو له مجبوريتونو په ګټې اخيستې په هغوی خورا سخت کارونه ترسره کوي.

سامع زياته کړه چې ماشومان يوازې د کورنيو ستونزو ښکار نه دي بلکې په هېواد کې د جګړې د دواړو لورو له خوا هم قرباني شوي دي.

د هغه په وينا ډېر وخت په ځان وژونکو بريدونو کې له ماشومانو کار اخيستل کېږي، چې د افغان ماشوم د مجبوريت له ټولو ښه بېلګه يې ګڼلی شو.

د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون مسوول وويل چې که چېرې راتلونکی  حکومت د افغان ماشوم د حالت د ښه کېدو لپاره جدي پروګرامونه عملي نه کړي نو دغه ستونزې به ډېرې شي.

Related Topics