جلال اباد (پژواک ١٧ وږى ٩٣): په ننګرهار کې د شهيدانو وارثين وايي چې افغان حکومت د شهيدانو کورنيو ته سمه پاملرنه نه کوي.
د وږي په ١٧مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ او د ٣٠١ سرحدي زون په لوا کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د شهيدانو اونۍ ونمانځل شوه.
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين د غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نننۍ غونډې څخه يې موخه د شهيدانو له کړنو او وياړونو يادونه او نمانځنه وه، چې د شهيدانو سلګونو کورنيو په کې برخه اخيستې وه.
دى زياتوي چې د هېواد د ابادۍ او ارامۍ په موخه له تېرو څو لسيزو راپه دېخوا زرګونو ښځو او نارينه و قربانۍ ورکړې او د هېواد ژغورنې لپاره يې خپل ځانونه قربان کړي دي.
ده زياته کړه: ((د هغه شهيدانو ارمانونو په نظر کې نيولو سره نور بايد ټول هېواد وال له جګړې لاس واخلي او په دې وطن کې د سولې فضاء حاکمه کړي.))
د نوموړي په وينا چې په نننۍ غونډه کې د شهيدانو پر کارنامو هم بېلابېل مشران وغږېدل او دوى به هڅه وکړي چې دا ډول غونډې په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
د غونډې يو ګډون کوونکى صاحب خان چې زوى يې د ملي اردو په ليکو کې شهيد شوى پژواک اژانس ته وويل چې د هېواد ټول بچي تيار دي چې قرباني ورکړي او له دې خاورې نه دفاع وکړي، خو له بده مرغه حکومت يې بيا وروسته د قربانيانو هېڅ ډول پوښتنه نه کوي.
ده زياته کړه: ((زما زوى چې ژوندى و، وطن ته يې خدمت کاوه، خو کله چې شهيد شو تر اوسه پورې يې هېڅ چا بيا پوښتنه ونه کړه چې د شهيد ماشومان نفقه لري او که نه.))
دى وايي چې د شهيدانو کورنيو او ماشومانو ته دې پام وشي او د هغوى د پالنې لپاره دې ځانګړې بودجه په پام کې ونيسي.
قومي مشر نعيم جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد مشران دې نور په دې وطن کې د وينو تويېدو مخه ونيسي.
ده زياته کړه: ((دا سمه ده چې شهيدان مو ورکړي، خو نور بس دى جنګ نه غواړو او نور افغان وژنه بس کوو.))
دى وايي چې مشران دې د شهيدانو قربانۍ په نظر کې ونيسي او د هېواد روان بهران ته دې د پاى ټکى کيږدي.
د ٣٠١ سرحدي زون قوماندان ډګر جنرال فضل الدين عيار هم په سرحدي لوا کې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د شهيدانو د اونۍ د نمانځې په مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ارګاونونه ژمن دي تر څو دشهيدانو ارمانونه په پام کې ونيسي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.
ده زياته کړه: ((زموږ زړورو بچو د دې وطن د دفاع په خاطر خپل سرونه قربان کړي، مونږ هم ژمن يو چې د هغوى له وينو په هر حال دفاع وکړو.))
نوموړي هم پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې په هېواد کې دې د دايمي سولې او ثبات په خاطر سره يو شي او نور دې د افغان وژنې پروسه بنده کړي.
ياده دې وي چې په ټول هېواد کې دا اونۍ د شيهدانو په نامه نمانځل کېږي، چې نن هم په يو شمېر ولايتونو کې نمانځل شوې او په ځينو کې به ونمانځل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP