Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د موسى کلا جګړې ته تازه دمي سرتېري ولېږل شول

د موسى کلا جګړې ته تازه دمي سرتېري ولېږل شول

author avatar
8 Sep 2014 - 16:11
د موسى کلا جګړې ته تازه دمي سرتېري ولېږل شول
author avatar
8 Sep 2014 - 16:11

لښکرګاه (پژواک    ۱۸   وږى ۹۳)  امنيتي مسوولين وايي،  د امنيت  د ساتلو په موخه يې تېره ورځ  په ډېر شمېر  سرتېري موسى کلا ولسوالۍ ته  لېږلي دي.

دغه خبره  د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د وږي په ۱۸مه  په يوه  خبرې ناسته کې وکړه.

نوموړي وويل، د دې لپاره چې سرتېري په جګړه کې ستړي نه  شي  تازه دمي ځواکونه يې د امنيت  د ټينګښت په موخه  موسى کلا ته ولېږل.

هغه د دغو سرتېرو شمېر په ډاګه نه کړ.

د ده په وينا، دا چې د دولت وسله والو مخالفينو د نورو ولسواليو سربېره غوښتل موسى کلا ولسوالۍ سقوط کړي، ډله ييز بريدونه  يې وکړل خو افغان امنيتي ځواکونو پر شا وتمبول.

نوموړي وويل، اوس هم په موسى کلا کې جګړه روانه ده؛ خو افغان ځواکونه  يې پر وړاندې مقاومت کوي.

امنيه قوماندان وويل، چې سنګين ته  هم وسلې، جنګي  تجهيزات او تازه سرتېري لېږل شوي دي.

د ده په وينا، همدا اوس هم د سنګين او موسي کلا سربېره  په ناوه، نادعلي او مارجې ولسواليو کې د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي چې سيمه نا امنه کړي، خو له ډېرو هڅو سره سره يې په يوې ولسوالۍ کې هم پرمختګ نه دى کړي.

نوموړي په هلمند کې د وروستيو جګړو په اړه وويل چې د بهرنيانو وتل، د افغان امنيتي ځواکونو نه  تجهيز، د هوايي ځواک نه شتون او د نشه يې توکو د کر او قاق له امله دي.

نوموړي وويل، دوه کاله وړاندې په هلمند کې تر ۳۰ زره زيات بهرني پوځيان وو  خو اوس يې چارې  افغان امنيتي ځواکونو پر مخ وړي.

په هلمندکې پوره دوه نيمې مياشتې مخکې لومړى په شمالي او بيا په مرکزي او جنوبي ولسواليو کې جګړې پيل شوې چې  سلګونو عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبلې واوښتې.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.