Language

عبدالله: سياسي خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى

کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٣): ډاکټر عبدالله عبدالله له دې اعلان سره، چې د ټاکنو په اړه سياسي هڅې بن بست ته رسېدلي، خپل ځان يې د ټاکنو واقعي ګټونکى وباله او ويې ويل، چې هېڅکله په “درغليو” رامنځ ته شوى حکومت ونه مني.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر چې نن مازيګر يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، د تخنيکي چارو راپور چې له دې جملې د رايو بياڅېړنه او شمېرنه، د “ملي وحدت دولت” د جوړښت په اړه د اشرف غني احمدزي په مشرۍ له تحول او تداوم ټيم سره سياسي مذاکرات دي، وړاندې کړ او زياته يې کړه، چې ټولې دغه هڅې له ماتې سره مخ شوې دي.

ده زياته کړه: “د ټاکنو کميسيون د خيانت په خاطر او د پراخ تقلب په خاطر، چې ترسره شو او حکومتي چارواکي هم په کې ښکېل وو، دغه پاک حرکت (ټاکنې) په مصيب واوښت.”

ډاکټر عبدالله وويل، چې د ټاکنو له لومړي پړاوه تراوسه پورې شپږ مياشتې تېرېږي، خو تردې دمه يې خلکو ته پايله نه ده معلومه.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر، د ټولو رايو بياڅېړنه او د نړيوالې ټولنې د استازو تر څارنې لاندې يې روڼوالى د دغه ټيم له اصلي مسئلې څخه ياد کړ، خو ټينګار يې وکړ، چې د دغه بهير د مخکې بېولو څرنګوالى يو طرفه و.

هغه زياته کړه: “موږ ټينګار کاوه، چې لومړى بايد د رايو د ابطال پر لايحې او طرز العمل موافقه وشي او له هغه وروسته د نړيوالې ټولنې تر څارنې لاندې د پلټنې کار پيل شي، خو له بده مرغه دغه کار ونه شو او هماغه څه وشول، چې موږ يې وړاندوينه کړې وه.”

ډاکټر عبدالله د تحول او تداوم پر ټيم تور ولګاوه، چې په دغه کار سره يې وغوښتل، چې د هغوى تقلبي رايې افشا نه شي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو دغه کانديد وويل، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د دغې قضيې په اړه د اعتراض په توګه څو ځله خپل شکايتونه وکړل او ان له بهيره يې د وتلو خبره وکړه، خو د هغه په وينا، د هغوى غږونو، ستونزو او تشويشونو ته رسيدګي ونه شوه.

ډاکټر عبدالله يو شمېر مواردو ته په اشارې چې د هغه په خبره، د ښکاره او پراخو درغليو ښکارندوى دي او سره له دې چې د هغو اسناد د ټاکنو کميسيون او د ملګرو ملتونو سازمان ته په واک کې ورکړل شوي، خو تراوسه پورې په دې اړه نهايي پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي د ټاکنو د بهير د سياسي مذاکراتو په اړه وويل، چې د افغانستان شرايطو ته په پام، د ملي وحدت د دولت جوړښت ضروري ګڼي، خو دغه موضوع په دې معنا نه ده، چې د هغه ټيم په ټاکنو دويم مقام منلى دى.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر ټينګار وکړ، چې د ټولو رايو د بياڅېړنې په اړه وروستى هوکړه ليک او د ملي وحدت د دولت جوړولو موضوع، د افغانستان د خلکو او ګټو لپاره وه، خو دغه هڅې همداسې بې پايلې دي.

دى وايي: “موږ د همدې هوکړه ليک پر ترسره کولو ټينګار کاوه، خو د مقابل ټيم ويندويانو ويل چې هغوى په چوکۍ او مقام پسې دي او زموږ ګټل يې منلي دي.”

د هغه په خبره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له دويم سفر او د ګډ کميسيون له جوړښت وروسته، د اختلاف وړ مسايل حل نه شول او اوسمهال سياسي هڅې بن بست ته رسېدلې دي.

خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر ټينګار وکړ، چې په خپلې ژمنې او هغو ژمنو چې خلکو ته يې له ناپاکو رايو د پاکو رايو د جلاوالي په اړه کړې دي، پابند دى او هغه به پلې کوي.

هغه وويل: “موږ د ټاکنو وړونکي وو، د ټاکنو وړونکي د افغانستان د خلکو د واقعي او پاکو رايو پر بنسټ يو او دا د يوه واقعيت په توګه وايو او موږ شفاف او عادلانه انتخابات د خلکو د برياليتوب بنسټ ګڼو او دغه بنسټ نن ورځ نه جبيره کېدونکې صدمه ليدلې ده.”

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه کانديد ګواښ وکړ: “تقلب، د تقلب پايلې او اعلان يې نه منو او تقلبي حکومت ان د يوې ورځې لپاره هم نه منو.”

خو عبدالله په ورته وخت کې په سوله ييزه توګه د خپلو غوښتنو پر عملي کولو ټينګار وکړ او او له خپلو ملاتړو يې وغوښتل، چې د شهيد اونۍ چې سبا پيلېږي، په سمه توګه ونمانځي او هغه د ټاکنو له موضوع څخه په استفادې سياسي نه کړي.

خو نوموړي روښانه کړه، چې د ټاکنو په اړه د وروستيو لانجو په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو له ګټو او مشورو سره سمه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار، دواړو نوماندانو په کابل کې لنډ مذاکرات لرل، خو بې پايلې پاى ته ورسېدل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.