Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ماين چاودنې اووه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

ښرنه (پژواک ١٧ وږى ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي، د دې ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د خپل ماين په چاودنه کې اووه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خيرکوټ ولسوال رازمحمد مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار شپږ بجې د دې ولسوالۍ د څروند غره په سيمه کې، ځينو وسله والو غوښتل چې پر لاره ماينونه خښ کړي.

ده زياته کړه، يو ماين پر وسله والو په خپله چاودېدلى، چې له امله يې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د خيرکوټ ولسوالۍ په پاينده خېلو سيمه کې يې د پوليسو رينجر موټر پر ماين الوځولى او په ترڅ کې يې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

دى زياتوي، د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ اړوند د خانخېلو او چنارخېلو په سيمو کې شپږ پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي دي.

امنيتي مسوولينو بيا د دې ادعاګانو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.