غزني (پژواک ١٧ وږى ٩٣): د غزني ولايت د واغز ولسوالۍ د حج او اوقافومدير هم وسله والو وژلى او مړى يې موندل شوى دى.
ياد مدير مامور خوشحال نومېده او د غزني د حج او اوقافو له رييس سره يو ځاى د وږي په ١٢مه د کابل-کندهار پر لويه لار د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ په هفت اسياب سيمه کې وسله والو تښتولى و.
د غزني د حج اوقافو رييس حاجي فصل احمد وړمه ورځ، د هغه ورور چې د نوموړي جنازې ته په لاره و؛ تېره ورځ (د وږي ١٦مه) د وسله والو له خوا ووژل شول.
چارواکي وايي چې دغه کسان وسله والو تښتولي وو او وژلي دي خو وسله والو طالبانو بيا تر اوسه د دې وژنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک اژانس ته وويل چې تېره مازديګر طالبانو د واغز د حج او اوقافو مدير هم په سيداباد ولسوالۍ کې وژلى او مړى يې هلته موندل شوى دى.
ننګ وايي چې ځايي خلکو او مرستندويو ټيمونه د هغه مړى غزني ولايت ته انتقال کړى دى.
د ميدان وردګو ولايت چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
خو د دغه ولايت د والي وياندعطاءالله خوږياڼي د وږي په ١٥مه تاييد کړې چې په سيداباد ولسوالۍ کې د غزني د حج او اوقافو رييس له دوو تنو سره يو ځاى تښتول شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د وږي په ١٥مه پژواک ته وويل چې د يادې مسئلې په تړاو يې پلټنې پيل کړې خو تر اوسه معلومه نه ده چې ياد کسان چا تښتولي او وژلي دي.