Language

پر کونړ د پاکستان توغندويي بريدونو اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اسعداباد (پژواک ١٧ وږى ٩٣): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو په تازه بريدونو کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن بيا پاکستاني پوځيانو د دانګام ولسوالۍ د خاره، سياڼ او ښَروپټي پر سيمو اته تازه توغندوي را ويشتي دي.

والي وويل چې له دغو توغنديو يو يې د ځايي وګړو پر کور لګېدلى چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

والي وويل چې د دغو بريدونو له امله له يادو سيمو سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او نور سيمو ته تللې دي.

د کونړ والي د پاکستاني پوځيانو دا کړنه پر سختو ټکو وغندله او هغه يې د نړيوالو قوانينو پر ضد کار وباله.

Related Topics