مزارشريف (پژواک ١٧ وږى ۹۳): چارواکي وايي، د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د افغان ځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه زون د ملي اردو چارواکي وايي، د افغان ځواکونو د بېلابېلو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې څه باندې ۲۰۰ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا نن په خبري ناسته کې وويل، چې په دې وروستيو کې يواځې په شمال کې نه، بلکې په ټول هېواد کې مخالفينو د ناامنۍ په موخه خپل فعاليتونه جدي او ګړندي کړي دي.
خو نوموړي زياته کړه، له تېرو درې مياشتو راهيسې د ورته کړنو د مخنيوي په موخه د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د دښمن خلاف جدي عمليات روان دي.
هغه وويل: (( په شمال کې د دښمن روان ورانکاري فعاليتونه د بهرنيو ترهګرو په فزيکي مرسته پر مخ ځي، چې پنجابيان، ازبکان، چيچينيان، قرغزيان او عربان په کې شامل دي.))
ويسا زياته کړه، چې د فارياب قيصار، غورماچ او المار ولسوالۍ، د کندوز دشت ارچي او چهاردره ولسوالۍ، د بدخشان جرم او يمګان ولسوالۍ تر يوه ځايه د ناامنۍ ښکار دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو سيمو کې دښمن د امنيتي ځواکونو پر وړاندې په شويو عملياتو کې درانه ځاني او مالي زيانونه ليدلي دي.خو د هغه په خبره، په شمال کې له دښمن سره په شويو عملياتو کې د ملي اردو او پوليسو نږدې ۴۰ سرتېرو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
بريد جنرال ويسا وويل، چې په قيصار او المار ولسواليو کې ۶۰، په دشت ارچي او چهاردره کې ۵۰ او په جرم کې ۱۰۰ کورني او بهرني وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دى وايي، همداراز زيات شمېر وسله وال مخالفين په يادو عملياتو کې ټپيان شوي ، خو کره شمېره يې لا په ډاګه شوې نه ده.
نوموړي زياته کړه، په هغو سيمو کې چې له عملياتو وروسته په کې د دښمن له خوا د ورانکاريو شونتيا وي؛ د افغان ځواکونو په همغږۍ هلته د سترو امنيتي پوستو تابيا نيول شوې ده.
د هغه په وينا، که څه هم د اردو شمېر په ټول هېواد کې د اړتيا وړ دی؛ خو د تشکيلاتو په برخه کې د درنو وسلو او د مرستندويه الوتکو نشتوالی د ملي اردو له سترو تشو څخه ګڼلی شو.
خو ويسا وويل، د شته حالت د امنيت او د دښمن د مخنيوي لپاره د ملي اردو شته تجهيزات د امکان تر حده بسنه کوي.
وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.